نظــر

څرنګه لیکوال شم ؟

34کتابت یا دلیکلو استعداد دالله تعالی له سترو نعمتونو څخه ګڼل کیږي ، چې په خپل مخلوق یې پیرزو کړی دی ، همدا دلیک پیل دی ، چې ورسره دبشرتاریخ پیلیږي ، او دتاریخ او ماقبل تاریخ دورو ترمابین فاصل حد ګڼل کیږي ، داچې الله تعالی په قلم او لیکلو سوګند اخلي ، او قلم ته یې ترټولو دمقدمو مخلوقاتو په مرتبه کې ځای ورکړی ، معلومیږي ، چې قلم او لیکل دالله تعالی په نزد له مهمو اموروڅخه دي ، چې له ارزښت څخه یې سترګې نه شي پټیدلای .

په خپله لیکل داسلام دعلماووپه نزد  دعلم نیمه برخه بلل شوې ، دلیکلو ارزښت دالهي وحیې او نبوي ارشاداتو  دضبط او تدوین له امتیاز څخه رانیولې بیا د دعوت ،تعلم ،تعلیم ، ابلاغ ، اعلام ، مراسلې ،اسناد  او ددین او دنیا په نورو ټولو ډګرونو کې داستفادې له  امله یو خورا ستر او حیاتي استعداد دی ، چې بشر ورته  داوبو او هوا غوندې اړتیا لري ، خو که چیرې دلیکلو استعداد دلیکوالۍ حد ته لوړ شي ، نو بیا یې دافادې مجال  نور هم پراخیږي او کمال یې څرګندیږي ، شاید په اوس عصر کې به داسې کسان ډیر کم وي ، چې دلیکلو استعداد نلري  ، تقریبا دمطلق اکثریت وګړو لیکل زده دي ، خو ددې لپاره چې څرنګه کولای شو خپل دلیکلو استعداد ته وده ورکړواو لیکوالان شو ، په لاندې  کرښو کې هڅه کوو ، په دې اړه ځیني اړینې لارښوونې ، مشورې او تجربې درسره شریکې کړو :

لیکل او لیکوالي

  لومړی باید دا تشخیص کړو چې لیکل او لیکوالي دوه جلا مهارتونه دي ، چې له همدې امله ورته په مختلفو ژبو کې جلا لغات  هم وضع شوي دي ، لیکل یوازې د خط استعداد ته وایي ، چې درلودونکی یې خلک باسواده  بولي ، معمولا دښوونځي  دڅلورم  صنف له لوستلو سره په انسان کې دلیکلو او لوستلو استعداد پیدا کیږي ، او کولای شي ، خپل نوم ولیکي ، دغیرحاضرۍ رقعه ولیکي ، عریضه ولیکي ، دوستانو ته لیک ولیکي ، او دضروت په مهال دلیک په توسط ځیني خبرې یاد داشت یایي  ترنورو ورسوي .

دې ابتدائي استعداد ته دلیکلو استعداد وایي ، او درلودونکی یې لیکونکی ، لیکباڼی ، نویسا یا  باسواد بلل کیږي ، په دې بحث کې دا استعداد ( دلیکلو مهارت ) زموږ دبحث موضوع نده، بلکې  غواړو ددې مهارت  په تکاملي او نهایي  مرحله  ( لیکوالۍ ) باندې وغږیږو .

هغه څوک چې یوازې د خط لیکل  او املاء یې زده کړې ، که چیرې خپل استعداد ته وده ورکړي ، په داسې ډول چې وکړای شي  د پراخې مطالعې او دقیقې مشاهدې په توسط علمي ، ادبي ، تاریخي ، اجتماعي ، سیاسي یا نور مسائل تحلیل کړای شي ، خپل دیني او دنیوي افاقي معلومات دومره حد ته اضافه کړي ، چې د ډیرو مسائلوپه باره کې  خپل فهم او دریځ تشخیص کړای شي ، او په عین حال کې خپل دتحریر استعداد دومره فعال او تمرین کړي ، چې کله وغواړي نو   خپله دزړه خبره او برداشت  دفصاحت او بلاغت له اصولو سره سم  دکاغذ پر مخ ولیکلی شي ، دې مهارت ته (لیکوالي ) وایي ، چې څښتن یې لیکوال یا نویسنده بلل کیږي .

دلیکوالۍ لپاره دلیکلو استعداد لومړنی او اساسي شرط دی ، او ورسره ځینې نور شرائط ، اصول او عملي فعالیتونه  هم لري ، په لاندې کرښو کې دې پوښتنې ته ځواب وایو چې څرنګه کولای شو خپل استعداد له لیکلو څخه لیکوالۍ ته لوړ کړو .

شوق او علاقه

شوق او علاقه لکه څرنګه چې دهر مهارت ترلاسه کولو لپاره ضرور دی  دلیکوالۍ لپاره هم اساسي شرط بلل کیږي ، که چیرې څوک  له لیکوالۍ سره  شوق او علاقه ولري ، نو کولای شي نور شرایط په  هڅو او تلاش سره  پوره کړي ، خو که علاقه او شوق نه وي ، نو دلیکوالۍ لپاره هڅې به یې ډیر غموونکي او ستړې کوونکي وي، او کیدای شي زر له لیکوالۍ څخه زړه ماتی شي .

که چیرې غواړو لیکوالان شو ، نو که له لیکوالۍ سره فطري علاقه ولرو نور مراحل  ښایی راته ډیر سخت نه وي ، خو که  علاقه او د زړه شوق مو نه وي ، نوترټولو لومړی باید دلیکوالۍ انګیزه خلق کړو ، ترڅو راته  نور پړاوونه ستړي کوونکي ونه اوسي .

دا چې له لیکوالۍ سره مو مینه پیدا شي یا مو شته علاقه نوره هم  قوي شي ، باید دلیکوالۍ دفن په دیني او دنیوي مقام ځان پوه کړو ، دلیکوالۍ په مټ ترسره کیدونکي دیني خدمت ته ژور فکر وکړو ، دامت دسترو علماء کرامو، مصنفینو  او لیکوالانو درانه او تلپاتې خدمات تر نظر تیر کړو ، پدې فکر وکړو چې داسلامي امت د ۱۴ سوه کلن علمي تسلسل له منځه  یوازې دهغو علماء کرامو علم او خدمت تلپاتې شوی او د جاریه صدقې مقام یې ګټلی چې له علم سره سره یې دلیکوالۍ مهارت هم درلود ، او له همدې مهارت نه په استفاده یې ستر ستر کتابونه ، شروحات او رسالې لیکلي دي .

په دې سربیره په اوسني وخت کې چې دکفر او اسلام ترمنځ جنګ  له پوځي  جګړې څخه  فکري او تبلیغاتي جګړې ته اوړي ، او ورسره قلم  د ټوپک غوندې  اهمیت پیدا کوي ، باید ژور فکر ورته وکړو ، او دلیکوالۍ په ضرورت او ارزښت ځان خبر کړو .

د ښو لیکوالانو دلیکنو ، کتابونو ، مقالو او ادبي لیکنو پرلپسې  لوستل او دقلم له مهارت ، ادبي باریکیو او داستدلال له هنر څخه یې خوند اخیستل هم له لیکوالۍ سره دسړي مینه پیاوړي کوي ، معمولا د یوه دلچسپ مهارت او کردار لیدل سړی دې ته هڅوي  چې هغه کمال په خپله زده  او تجربه کړي ، که تاسو دښو لیکوالانو په زړه پورې مقالې بیا بیا ولولئ ، نو بالآخره مو له دا ډول مقالو سره مینه پیدا کیږي ، او کوښښ کوئ ، چې دهماغه لیکوال پېښې / تمثیل وکړئ ، او عملا په لیکلو پیل کوئ چې همدا دلیکوالۍ  دروازه ده .

دلیکوالۍ په توسط دیولوی خدمت اراده او په دې توګه ځان ته یو مشخص هدف ټاکل هم شاید په تاسو کې دلیکوالۍ انګیزه پیاوړې کړي ، په دې سربیره له لیکوالانو سره  پیژندګلوي  او کیناستل ، له مطبوعاتو سره   رابطه  ساتل ، مجلې او اخبارونه لوستل ، په انټرنیټ کې بیلابیلې مقالې لوستل ، شعري ، داستاني او نورې ادبي لیکنې لوستل ، او له مطالعې سره ډیر سراو کار کولای شي په تاسو کې د(لیکوال کیدلو) انګیزه  پیدا او یا قوي کړي ، او کله چې دلیکوالۍ لپاره شوق او انګیزه وي کولای شئ نور پړاوونه  په اسانه طی کړئ .

د لیکوالۍ پیل

کله مو چې له ځان سره پوخ هوډ وکړ چې غواړم لیکوال شم ، او له خپل دې هدف سره له خپل شوق او مینې هم ډاډمن شوئ ، نو بیا قلم او کاغذ راواخلئ او په لیکلو پیل وکړئ .

شاید دغه مهال له دې سوال سره مخامخ شئ چې ( څه ولیکم ؟ ) دلیکوالۍ ماهرین وایي ، ترټولو لومړی باید دقلم رکود ( ځای په ځای والی ) مات شي ، قلم باید روان کړئ ، مطلب داچې هرڅه چې وي ، خو ضرور باید یوڅه ولیکئ.

ددې  لپاره چې قلم مو روان شي لومړی باید داسانه موضوعاتو په لیکلو پیل وکړئ مثلا  :

۱ ــ  خپل ځان معرفي کړئ ، خپل لنډژوندلیک ولیکئ ، ځکه په خپل ځان او ژوند  ضرور پوره علم لرئ .

۲ ــ ددې لپاره چې درته اسان وي ، لومړی علمي او نظري مسائل پریږدئ ، بلکې په مشهودو شیانو  لیکنه وکړئ ، چې شاید تاسو ته یې توصیف اسانه وي ، مثلا دخپل چاپیریال په اړه یوه معلوماتي لیکنه ولیکئ ، دخپل ښار ، کلي ، کور ، مدرسې ، ښوونځي او یا ملګرو په اړه توصیفي لیکنه ولیکئ .

۳ ــ شاید دغه مهال دځینو مسائلو په  اړه دتوضیحاتو ورکولو یا تحلیل پر مهال  تاسو دابتدایئ استعداد له امله دکمترۍ احساس وکړئ ، او لیکل ودروئ ، خو ګورئ په دې مرحله کې هیڅکله په خپلو لیکلو دشرم اوکمترۍ احساس مه کوئ ، په یاد ولرئ  چې دغه مرحله ( دځان لپاره دلیکوالۍ ) مرحله ده ، تاسو تراوسه دنورو لپاره لیکوالي نه ده پیل کړې ، ددغې مرحلې لیکنې تاسو په مطبوعاتو کې نه خپروئ ترڅو له عامه قضاوت سره مخامخ او کمزورۍ یې نقد شي ، نوځکه باید هیڅ دکمترۍ او شرم احساس درباندې غالب نه شي ، په هره وجه چې ممکنه وي خپل قلم روان وساتئ  ، ترڅو له لیکلو سره عادي شئ .

۴ ــ دمشهودو شیانو او پدیدو له ظاهري تعریف وروسته کرار کرار معنوي اړخ ته  ورواوړئ ، مثلا دخپل کلي ، ښار ، موټر ، کمپیوتر یا بل معلوم الحاله  پدیدې  مثبت او منفي اړخونه  وڅیړئ ، له نورو سره یې پرتله کړئ ، دباید او شاید په مرسته یې له مثالي پدیدې سره وارزوئ ، چې که داسې وای ډیر به ښه وو ، په دې ډول یې له ظاهري توصیف سره سره معنوي اړخ هم وڅیړئ ، ترڅو مو دتحلیل قوه  ژوندۍ شي .

۵  ــ کله مو چې دظاهري معلومو پدیدو په اړه پرلپسې لیکل وکړل ، او تریوه حده مو قلم روان  او نثر قوي  شي، دغه مهال تاسو (دملګرو لپاره دلیکوالۍ ) مرحلې ته رسیږئ ، په دې مرحله کې هم تاسو داسانه مسائلو او موضوعاتو په اړه لیکل کوئ ، خو خپلې لیکنې به یوازې له ځان سره نه ساتئ ، بلکې له خپلو ملګرو سره به یې هم شریکوئ ، چې کیدای شي دهغوئ لخوا لوستل او تقدیر یې ستاسو دحوصلې دزیاتوالي سبب شي ، خو په دې ملګرو کې مو ضرور باید یو څو لیکوال ملګري هم وي ، ترڅو ستاسو په لیکنو ابتدائي نقد وکړي ، او دلیکنو مثبت او منفي اړخونه درته په ګوته کړي .

په موضوعاتو کار لرل 

ددې لپاره چې قلم مو روان ، نثر مو قوي او دتحلیل استعداد مو وده وکړي ، ترټولو مهمه داده چې له  مختلفو موضوعاتو او مسائلو سره ځان  مخامخ کړئ ، په هره موضوع کار ولرئ او یو څه پرې ولیکئ ، له شخصي ژونده نیولې ، بیا دچاپیریال ، کلي ، ښار ، هیواد او نړۍ ترمختلفو خوږو ترخو اجتماعي ، سیاسي او نورو مسائلو پورې . دا مهال چې تاسو دځان او  نږدې ملګرو لپاره دلیکوالۍ په مرحله کې یاستئ کولای شئ هرډول مسائل په ازاده توګه وڅیړئ ، دلیکوال کیدلو لپاره ترټولو  بنسټیزه او د پام وړ  مرحله همدا ده ، چې که هرڅومره خواري په کې وکړئ شاید په هماغه اندازه مو استعداد وده وکړي او ډیره ګټه ترلاسه کړئ .

په دې مهال شاید له ځینو ستونزو سره هم مخامخ شئ ، مثلا کیدای شي  ځان یا بل څوک درته ووایي چې ولې عبث په غیرضروري موضوعاتو وخت ضایع کوئ ، قلمونه تشوئ ، او کتابچې ډکوئ ، ددې پر ځای باید یو دګټې وړ  مصروفیت ځانته پیدا کړئ .

خودا بهانه  چې تاسو دلیکوالۍ په خواله مزله راګرځوي هیڅکله باید له تاسو هدف ورک نه کړي، او نه مو حوصله ستومانه کړي ، تاسو باید هره شیبه دا درک کړئ چې دغه لیکل عبث نه دي ،که څه هم چې دالیکل څوک نه ګوري او نغده ګټه یې نشته ، خو دا دهدف په خوا دګام اخیستلو په معنی دي ، چې تاسو خپل نهایي هدف ته نږدې کوي او له دې پرته نه شئ کولای  لیکوال شئ .

په دې مرحله کې باید په ورځ کې  لږترلږه یو ساعت ضرور لیکلو ته ورکړئ ، که چیرې دبحث وړ موضوع په نظر نه درځي کوښښ وکړئ چې دعمومي موضوعاتو په اړه خپل غبرګون څرګند کړئ ، یوه شیبه ځان سیاسي محلل فرض کړئ ، او دیوې سیاسي ورځنۍ موضوع په اړه خپل برداشت ارائه کړئ ، په دې مرحله کې  ورځني مطبوعات لکه راډیو ، اخبار انټرنټ او نور هم باید تعقیب کړئ ، ترڅو مو دتحلیل لپاره اړین معلومات  ذهن ته راشي ، په دې مرحله کې کولای شئ ، دیوې داسې موضوع په اړه لیکنه پیل کړئ ، چې تریوه حده  دوامداره وي ، دهماغې موضوع په اړه  هره ورځ چې له رادیو څخه څه اورئ ، هماغه معلومات یادداشت کوئ ، او بیا یې په رڼا کې خپلې  مسلسلې لیکنې ته دوام ورکوئ .

په دې برخه کې زما خپله تجربه داده : کلونه وړاندې داسلامي امارت دواکمنۍ پر مهال داریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه  دڅو تنو تښتوونکو لخوا  لندن ته وتښتول شوه ، دې موضوع تقریبا یوه هفته دوام درلود ، او په رسنیو کې ګرمه وه ، په هماغو شپو کې ما غوښتل دخپل قلم د روانولو لپاره په مختلفو موضوعاتو لیکنې وکړم ، همدا دالوتکې دتښتولو موضوع مې  راونیوله ، هره ورځ مې دموضوع په اړه دراډیو ګانو معلومات ، غبرګونونه ، اظهارات او دحادثې مختلف جزیات یاداشت کول ، او وروسته  مې په خپلو تورو او ترتیب  لیکل ، په دې توګه  دیوې هفتې په امتداد کې تقریبا پنځلس شل صفحې لیکنه تیاره شوه ، چې دپیښې په اړه ټول ورځني جزیات یې رانغاړل .

دغه ډول سلسله وار موضوعات کولای شي  ستاسو دلیکنې لپاره وړیا خام مواد  تیار کړي ، چې تاسو ورباندې په پوره هوسایي او شوق خپل قلم ازمایلی او تمرینولای شئ .

کیدای شي په دې مرحله کې کومه ورځ دلیکنې په نیت قلم او کاغذ راواخلئ ، خو چې کله په لیکلو پیل کوئ  ناڅاپه مو له ذهنه  دلیکلولپاره تیاره کړې موضوع  ووځي، او چې هرڅومره کوښښ کوئ نه شئ کولای چې حتی یوه کرښه لیکنه وکړئ .

دا حالت ځورونکي وي خو هیڅکله مو باید وارخطا او بې عزمه نه کړي ، ډیر لوی لوی او مجرب لیکوالان هم له دې حالته خلاص نه دي ، او دلیکنې پر مهال کله ناکله ضرور دا ډول حالت ورته پیښیږي ، دلیکوالۍ په ابتدایي تجربو کې خو دا ډول حالت بیخي زیات پیښیږي ، چې هیڅ دتشویش وړ نه دی ، شاید هیڅ ونه لیکئ ، یا یوه کرښه ولیکئ او یا هم  دصفحې په نیمایي کې ودریږئ ، خو دا حالت په پوره متانت وزغمئ ، بله  ورځ به ضرور په دې وتوانیږئ ، چې ترخپلې توقع اوږده او په تول پوره  لیکنه وکړئ .

یوځل بیا هم باید ووایو چې دا مرحله  چې دلیکوالۍ دنیا ته دورداخلیدو وروستۍ مرحله ده ، ترټولو مهمه او په عین حال کې امتحاني او همت ازمویونکي ده، په دې مرحله کې باید تر اړتیازیات په لیکوالۍ کې ډوب شو ،  لږترلږه په اونۍ کې څلور لیکنې باید ولیکو ، او دلیکوالۍ تجربو ته  حتمي وخت ورکړو ، ددې لپاره چې په دې مرحله کې بریالي  شو لاندې څو خبرو ته باید پام وکړو .

 ا ـــ  دمقالو، کالمونو ، داستانونو او نورو لیکنو مطالعې ته باید خاص وخت ورکړو ، ترڅو مو مزاج فرهنګي شي ، دغه راز  دمختلفو لیکنو په لوست سره مو معلوماتي ذخیره شتمنه شي .

 ب ـــ  مقالې او کالمونه بایددقیق ولولو ، او دې ته متوجه شو چې لیکوال څرنګه  موضوع پیل کړې ، تحلیل کړې او نتیجه یې  ورڅخه اخیستې ده ، کله ناکله باید په اړونده موضوع کې دلیکوال پېښې / تمثیل وکړو ، او موضوع له سره په خپلو تورو  وڅیړو .

ج ـــ په دې مرحله کې باید ساده لیکل خپل عادت وګرځوو ، ځکه ادبي ، ثقیل اوپیچلي لیکل مو له دې پرته چې پرمختګ له ستونزو سره مخ  کړي په دې مرحله کې بله ګټه نه کوي .

د ـــ  داسې موضوعات ځانته غوره کړو  چې له زړه  ورسره علاقه لرو،او په اړه یې کافي معلومات لرو  ترڅو یې څیړل راته  سخت نه وي .

هـ ـــ کولای شو په دې مرحله کې  په ازادو پاڼو او بحث فورمونو ، دیوالي جریدو ، دغه راز دښار او محل په مجلو او ورځپاڼو  کې په  مستعارو نومونو لیکنې وکړو، ترڅو مو له یوې خوا لیکوالي پخه شي او له بلې خوا لوستونکي ورباندې تبصرې وکړي .

و ـــ داباید همیشه په یاد ولرو چې لیکوالي د څو ورځو اونیو یا میاشتو خبره نه ده ، بلکې په ډیر وخت او صبر سره یې میوه پخیږي ، نوځکه باید له  بیړې  او بي استقامتۍ ځان وساتو .

ز ـــ  دلیکوالو ملګرو لخوا مو چې په لیکنو کې کومۍ غلطۍ په نښه کیږي ، بایدپه جدیت ورته متوجه شو او له تکرار څخه یي ځان وساتو .

ح ـــ مطالعه دلیکوالۍ لپاره اساسي  شرط بلل کیږي ، مطالعه نه یوازې  زموږ  معلومات او فکري قوه پیاوړې کوي  ، بلکې دمطالعې پر مهال موږ  له  لیکنې سره نږدې پاته کیږو ، دلیکنې لفظي او معنوي صنعتونو ته متوجه کیږو، دلیکوال دسبک او لیکنیز اسلوب باریکۍ مو دلیکلو قوه روښانوي ، او دا رازده کوي چې خپل مطلب څرنګه افاده کړو ، او خبره له کومه پیل او څرنګه یې پای ته ورسوو .

خو دمختلفو لیکوالو دلیکنو دمطالعې پر مهال باید کټ مټ دهغوئ فوټوکاپي نشو ، ځکه چې په لیکوالۍ کې دنورو تقلید د ضعف مهم عامل بلل کیږي . بریالی لیکوال هغه دی چې خپله لاره او د ابتکار قوه ولري .

که چیرې دعامو کتابونو مطالعه درباندې درنه وي ، او د ډیر لوستلو حوصله یې نه لرئ ، کولای شئ داستاني کتابونه مطالعه کړئ ، چې تلوسه لري  او سړی ترپایه لوستلو ته هڅوي ، په دې برخه کې دنسیم حجازي داستانونه دکومکي مطالعې لپاره ښه معیاري کتابونه دي .

ط ــ په دې مرحله کې باید دا هم تشخیص کړئ چې له ځانه د کوم ډول لیکنو لیکوال جوړوئ ، آیا علمي او دیني مسائلو ته مو نیت دی چې لیکنې ورباندې وکړئ ، سیاسی موضوعات څیړئ ،او که نور اجتماعي او اخلاقي مسائل، دا سمه ده چې په هره برخه کې دلیکوالۍ لپاره باید لومړی لیکوال شئ ، خو ددې لپاره چې په اړونده برخه کې مو ذهني ذخیره شتمنه شي ، باید په هماغه برخه کې مطالعې ته ډیره توجه وکړئ .

ی ــ هغه کسان په لیکوالي کې بریالي وي  چې په صبر ،حوصله او سړه سینه یې تدریجي پرمختګ کړی وي ، هغوئ چې ډیر ژر  په خپل استعداد مغرور شي ، ځان لیکوال وبولي او له  تلاش او تحصیلي هڅو لاس واخلي ، نه شي کولای بریالي لیکوالان شي ، نوځکه باید دلیکوالۍ دلارې لاروی  دقناعت ماده ونلري ، بلکې همیشه دخپل مهارت  ودې ته متوجه واوسي ، او دخپل فن  دلا نور کره کولو په فکر کې وي .

ددې مرحلې له بشپړیدو وروسته  ستاسو دلیکوالۍ استعداد دومره حد ته رسیږي چې نور دهرې موضوع په اړه په تول پوره ، سلیسه  او ژوندۍ مقاله ولیکئ  ، خو دښې مقالې دلیکلو لپاره باید دلیکنې لاندینی ترتیب مراعات کړئ  .

لیکنه څرنګه ولیکو

الف : دموضوع انتخاب

اوس چې تاسو لیکوال یاست او غواړئ مقاله ولیکئ ، ترټولو لومړی باید دخپلې لیکنې لپاره موضوع انتخاب کړئ ، موضوع باید محدوده او مجزا وي ، ترڅو یې په اسانه  احاطه او تحلیل کړای شئ ، موضوع مو باید عبث او کوم مهمل امر نه وي بلکې ضرور دیني یا دنیاوي اهمیت ولري ، ځکه اوس تاسود تمرین دمرحلې غوندې  بې مقصده لیکنو ته ضرورت نلرئ ، بلکې هره لیکنه مو باید هدفمنده وي او لوستونکي یو څه ترې زده کړي ، دغه راز دخپلې لیکنې څخه هدف هم باید تشخیص کړئ ، ترڅو هماغه هدف ته درسیدو په رڼا کې لیکنه وکړئ ، دموضوع موندل او انتخاب  یو مهم کار دی ، د اکثرو لیکوالو دبریالیتوب رمز دا وي چې دموضوع د موندلو او ټاکلو ښه قوه لري ، په پیل کې به شاید تاسو دموضوع په موندلو کې له ستونزوسره مخ یاستئ ، خو که له لیکنو سره بوخت پاته شئ ، وروسته به  دموضوع ګانو له هجوم سره مخامخ شئ او کولای به شئ چې له هرې وړې او عادي پیښې څخه یوه سوژه جوړه کړئ .

دموضوع په موندلو کې له خپلو نږدې ملګرو هم غوښتنه وکړئ ، ترڅو دلیکنو لپاره موضوعات درته ومومي ، په هرحال موضوع او محتوا چې دلیکنې روح تشکیلوي ، په لیکنه کې ترتولومهم عنصر بلل کیږي ، چې په انتخاب کې یي باید دقت وشي .

با : دموضوع پخول او ذهني طراحي

کله مو چې موضوع وټاکله نو اوس په همدې موضوع فکر پیل کړئ ، ځیني خلک فکر کوي  چې لیکنه یوازې  داقوالو له نقل  او اقتباساتو څخه دیوه  نوي شي جوړولو ته وایي ، مګر داخبره سمه نه ده ، انشاء دعربي لغت له مخې دیوه معدوم شي په وجود راوستلو ته وایي ، او دلیکنې فن ته هم ځکه انشاء وایي  چې لیکوال دخپل قلم په توسط یو نوی شی تياروي، دغه نوی  شی په خپله نه تهیه کیږي ، بلکې ضرور ژور فکر غواړي ، نو له همدې امله دا ضرور ده چې دمقالې ترلیکلو وړاندې په اړونده موضوع ژور فکر وشي ، مختلف اړخونه یې وڅیړل شي ، که چیرې دموضوع په اړه په حافظه کې کافي معلومات نه وي باید مطالعه وشي او د لیکلو وړ مواد پر یوه کاغذ یاداشت کړل شي .

د موضوع په اړه هر اړخیز فکر تاسو ته دلیکنې پرمهال په موضوع تسلط دربښي ، نوځکه ضرور ده چې دموضوع په اړه له هره اړخه فکر وشي ، هیڅ پوښتنه بې ځوابه پرینښودل شي ، بلکې دموضوع دروښانتیا لپاره له  ځان سره پوښتنې طرح کړل شي اوځواب یې وموندل شي ، مثلا  تاسو غواړئ  دمور اوپلار دحقونو  په باره کې لیکنه وکړئ نو باید دلیکلو ترپیل دمخه دا پوښتنې له ځان سره ځواب کړئ ، د مور اوپلار حقونه داسلام له نظره کوم حیثیت لري ؟ قرانکریم په دې اړه څه فرمایي ؟ نبوي احادیث څه فرمایي ؟ دامت لویانواو علماووکرامو په دې اړه کوم ارشادات کړي ؟  دمور او پلار ازارول څومره ګناه لري ؟ دمور او پلار دازارولودنیاوي او اخروي تاوانونه کوم دي ؟ دمور اوپلار حقونه  رعایتول کومې اجتماعي ګټې لري ؟ او داسې نورې پوښتنې .که تاسو دې پوښتنو ته ځواب ولرئ ، نو په حقیقت کې مو دخپلې انتخاب کړې موضوع لپاره کافي  معلومات راټول کړي او کولای شئ په اسانه خپل ذهني معلومات دکاغذ پر مخ ترتیب کړئ .

د معلوماتو له راټولولو وروسته باید دغه خام مواد په ذهن کې طراحي کړئ ، یعني لیکنې ته تر تحریر وړاندې ذهني ترتیب ورکړئ ، چې دا موضوع باید څرنګه پیل کړم ، لومړی باید کومې خبرې راشي ، ورپسې کومې او په پای کې څرنګه په خپل قضاوت نتیجه ګیري وکړم  ، همدې ته طرح ریزي ، خاکه جوړول یانقشه جوړول وایي ، چې دتحریر په مرحله کې  دموضوع د ارائه کولو په مهال   له لیکوال سره مرسته کوي .

دموضوع دطرح ریزۍ په اړه دلیکوالۍ ماهرین یوه بله طرح هم وړاندیزوي ، چې په مرسته یې هره موضوع  ډیرپه اسانه قید کیدلای او لیکل کیدلای شي . هغه داچې لیکوال لومړی دموضوع دمحتوی سرټکي (رؤوس الأقلام) دکاغذ پر مخ ولیکي  ،او تر لیکلو وروسته یې پر ترتیب غور  وکړي، او بیا هرې فقرې ته دهغې له موقعیت  سره مناسبه  شمیره ورکړي، او هماغې شمیرې ته په کتو سره فقره شرح او له بلې سره پیوند کړي .دا هیڅ پروا نه کوي چې که یې په پېل کې دفقرو سرټکي (رؤوس الاقلام) بې ترتیبه لیکلي  وي . ددې کار ګټه داده چې لیکوال دموضوع دلیکلو په وخت کې هم داجزاوو دهیریدلو له تشویشه خلاص وي او هم دهغو پر ترتیب دغور کولو له ذهني فشاره، او په دې توګه کولای شي هره اسانه او پیچلې موضوع لومړی راټوله او بیاتحریر کړي .

دلوړ وضاحت سره سره باید دا ومنو چې د موضوع له موندلو او انتخاب وروسته دهغې په اړه فکر کوم ټاکلی او مشخص روش نلري ، فکر یو معنوي امر دی ، چې څرنګوالی یې سم نه شي تشخیص کیدلای ، هرڅوک دفکر کولو لپاره ځانګړی اسلوب لري ، او باید له خپل اسلوب څخه استفاده وکړي ، او چې څرنګه ورته ممکنه وي موضوع په ذهن کې پخه کړي .

دفکر لپاره شاید ځانګړي وخت صرف کولو ته اړتیا نه  وي ، زیاتره لیکوالانو ته چې کومه موضوع په ذهن کې راوګرځي نو که سمدستي ورته  وخت نلري ، هغه  موضوع له ځان سره یادداشت کړي ، او په اضافه وخت کې مثلاد ورزش او قدم وهلو ، ډوډۍ خوړلو ، پرلاره تللو ، ترخوب وړاندې  اود نورو اضافي وختونو پر مهال په موضوع باندې فکر کوي ، ترڅو یې لیکلو ته اماده کړي  .

دموضوع په اړه مخکینۍ فکر او ذهني تحلیل ابتدايي او منځنیو لیکوالو ته اړین بلل کیږي ،  داچې لیکوالي په مرور دزمان سره  ملکه ګرځي او ورسره فکري قوه ، معلوماتي ذخیره او دتحلیل ځواک هم پخیږي ، نو بیالیکوال کولای شي فی البدیهه لیکوالي وکړي ،یعني دموضوع له انتخاب وروسته سمدستي دهغې په لیکلو پیل وکړي ، دغه مهال لیکوال کولی شي  تفکیر او تحریر هم مهاله ترسره کړي ، چې  دهر پارګراف له لیکلو سره باید دنوموړي ذهن دموضوع په اړه دومره معلومات تحلیل کړي وي چې راتلونکی پارګراف ترې جوړ شي .

جیم : لیکل

کله چې موضوع په ذهن کې پخه او طراحي شوه ، نو اوس غواړو دغې ذهني طرحې ته د تحریر لباس ور واغوندو ، نو دمقالې په لیکلو پیل کوو ، دمقالې پیل لکه څنګه چې سخت دی مهم هم بلل کیږي ، یو ښه پیل کولای شي دلیکنې لوستلو ته کتونکي رامات کړي .

پخوا دادود وو چې په څو معلومو عباراتو باندې به  هره لیکنه پیلیده مثلا دلیکنې په سرکې به ویل کیدل ( دایو څرګند حقیقت دی چې . . . ) ( لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده . . .)  او داسې نور عبارات دغه راز دهرې لیکنې لپاره مقدمه اړینه بلل کیده او مخامخ په مطلب ور ګډیدل  دلیکنې نقص بلل کیده ، مګر اوس چې دلیکوالۍ په برخه کې هم  یو لړ نوي  تګلارې رواج شوي ، داضرور نه ده چې  لیکنه باید خامخا په یوه لنډه مقدمه پیل کړو، بلکې کولای شو مخامخ  په موضوع پیل وکړو . دغه راز  دموضوع اړوند په  یوه آیت شریف ، حدیث شریف ، ضرب المثل ، نقل قول ، پوښتنه ، لنډ داستان یا طنز  یابله جملې باندې لیکنه پیل کړو ،او ورپسې موضوع ته ننوزو .

دغه راز مقدمه اوس هم  بي ارزښته نه بلل کیږي ، کولای شولیکنه  دموضوع اړوند په لنډه  مقدمه پیل کړو ، او ورپسې اصلي موضوع را واخلو ، خو مقدمه باید اوږده نه وي ، تردې چې لوستونکی داصل موضوع په نظر ورته وګوري ، بلکه لنډه وي او دموضوع لپاره دتمهید رول ادا کړي .

ځیني کسان د لیکنې دپیل په مهال له ستونزو سره مخ کیږي او نه پوهیږي څه شی ولیکي ، دغه مهال باید دمقدمې پر ځای لیکنه په هغو نغدو موادو پیل کړو چې دلیکنې په اړه راسره شته ، مثلا کوم آیت شریف ، حدیث شریف ،  ضرب المثل ، شعر یا دموضوع اړوند بل څه باید ولیکو او توضیح یي کړو ، ترڅو مو دتحریر  رکود مات شي ، او یا هم کولای شو مخامخ په اصل موضوع پیل وکړو.

کله مو چې لیکنه پیل کړه ، باید له عجلې کار وانخلو، په سړه سینه په ترتیب سره لیکنې ته دوام ورکړو ، او هر وخت مو پام وي چې څرنګه کولای شو موضوع ښه افاده کړو ، دا ضرور نه ده چې لیکنه په یوه ناسته کې پای ته ورسوو ، که وخت کم وو او دموضوع حوصله پراخه او یا هم دلیکنې په مابین کې ودریدئ ، نو له  ممکنه هڅو وروسته لیکنه په سړه سینه بس کړئ ، او بل وخت کار پرې وکړئ ، ان شاءالله تر توقع ښه نتیجه به ترې ترلاسه کړئ .

دلیکنې لپاره جملې او پارګرافونه دخښتو مثال لري ، چې لیکنه ترې جوړیږي ، پارګرافونه باید له موضوع سره دتړاو  او دلنډون اواوږدوالي له اړخه سره همرنګه وي ، ترڅولیکنه   همغږې او ښکلې راشي ، دغه راز دلیکنې پر مهال دژبې او سبک همغږي هم په پام کې وساتل شي .

دلیکنې په وروستۍ برخه کې نتیجه او خپل برداشت باید ضرور عرض شي ، ترڅو لوستونکی داستدلال او مقدماتو ترلوستلو وروسته یوې پایلې ته ورسیږي ، او قناعت یې حاصل شي ، لیکنه باید بې نتیجې او ناپایه نه وي ، باید یوه  کوټلي نتیجه ضرور ترې واخیستل شي .

که دلیکنې په پای کې لیکوال په یوه نوع  له عنوان سره تړاو ورکړي ، او خبره یوځل بیا پیل یا اصل موضوع  ته ستنه کړي ، نو لیکنه ښه  محدوده راځي او لوستونکي ته نغد مطلب په لاس ورکوي .

دعنوان په اړه باید ووایو چې دلیکنې لپاره دعنوان  ټاکل کوم معلوم وخت نلري ، کله ناکله ترلیکلو وړاندې دعنوان ټاکل په دې خاطر مفید وي ، چې لیکوال کولای شي دمحدود عنوان په رڼا کې خپله لیکنه په ټاکلي چوکاټ کې دننه په سمه توګه ترپایه ورسوي ، په دې صورت کې عنوان کولای شي دلیکوال لپاره د لیکنې حدودوټاکي ، ترڅو موضوع په ښه توګه احاطه  کړي .

خو کله ناکله  لیکنه دلیکوال د ذهني نوآوري له امله  د ټاکل شوي عنوان خلاف په بله خوا چې تر ټاکل شوي طرحې ښه  وي لاړه شي ،اودلیکنې پر مهال لیکوال ته نوې طرحه په ذهن کې وروګرځي ، په دې وخت کې اړینه ده چې لیکنې ته تر بشپړولو  وروسته  یو مناسب او جالب عنوان غوره شي ، چې  دلیکنې له عمومي محتوا او موضوع سره  اړخ ولګوي .

په هر حال ، ضرور ده چې همیشه دلیکنې تر بشپړولو او لوستلو وروسته یوځل بیا په عنوان باندې فکر وشي ، او که اړینه وي ضروري تغیر په کې راوستل شي ، عنوان خورا مهم دی ، او دلیکنې په جذابیت کې اساسي نقش لري ، زیات شمیر لیکوالان یوازې له دې امله بریالي  بلل کیږي ، چې دعنوان په انتخاب کې مهارت لري ، دعنوان ټاکلو لپاره کوم ټاکلي اصول نشته ، کیدای شي د لیکنې عمومي  موضوع ، یوه برخه  ، یو ضرب المثل ، یا دلیکنې اړوند یوه جمله دعنوان په ډول وټاکل شي ، که دلیکنې عنوان کومه سوالیه یا بله تلوسه پاروونکي جمله وي ، نو کیدای شي ډیر لوستونکي پرې رامات شي .

تربشپړتیا وروسته  لیکنه یوځل له سره ترپایه په پوره دقت لوستل او اصلاح کول خورا اړین دي ، ځکه دلیکلو په مهال ځیني لفظي او معنوي غلطۍ ضرور پیښیږي چې باید اصلاح شي .

دبریالي لیکوال کیدلو لپاره  څو عمومې سپارښتنې

ددې لپاره چې دلیکوالۍ سفر مو بریالی ، اغیزناک او هدف میندونکی وي ، باید دیوه لیکوال په صفت لاندینې سپارښتنې په یاد ولرو .

الف :  پاک نیت او لوړ هدف

دلیکوالۍ څخه هدف مو باید ذاتي علو ، یوازې دخپل شوق اشباع  ، شهرت ، له نورو سره دشخصي انګیزو په بناء مقابله ،او نور دنیوي اهداف نه وي ، لیکوالي په تیره دیني او جهادي لیکوالي ددیني علم غوندې یو ستر الهي نعمت او  و دیعه ده چې باید یوازې یې ددیني اهدافو او اخروي اجر لپاره وکاروو نه د ذاتي ګټو او تربګنۍ پاللو لپاره ، دلیکوالۍ په توسط په نورو کبر ، ځان لوړ بلل ، شهرت طلبي اود ټیټو اهدافو لپاره قلم کارول هم لیکوالي بې برکته کوي ، اوهم دالهي مواخذې سبب ګرځي .

لیکوال باید پاک نیت او لوړ هدف ولري ، له لیکوالۍ څخه هدف یې باید ددین او خلکو خدمت ، قلمي جهاد او ددین ددښمنانو مقابله وي ، قلم باید یوازې  درزق موندلو ته وقف نه شي ، بلکې دې الهي نعمت ته لوړ دیني هدف وټاکل شي ، ترڅو یې حق ادا شي ، پاک نیت او لوړ هدف په تاسو کې دښه لیکوال کیدلو انګیزه غښتلي کوي ، او لیکل درته دبل هر دیني خدمت او بندګي غوندې ارزښتمن کار ګرځي چې  تاسو یې د ښه ترسره کولو ضرورت ته متوجه کیږئ .

با : پراخه مطالعه او هراړخیز معلومات

دښې لیکوالۍ لپاره اړینه ده ، چې معلوماتي ذخیره مو ښه غني وي ، له دین ، مذاهبو ، افکارو او ایزمونو رانیولې ، تر تاریخ ، جغرافیې ، سیاست ، فرهنګ ، مطبوعاتو ، ادب او تجربوي علومو پورې په هره برخه کې بایدکافي اندازه معلومات ولرو ، معلوماتي دائره مو باید تړلې او محدوده نه وي ، بلکې ترڅو چې زموږ معلومات متنوع  او ډیر وي همدومره به دلیکوالۍ په میدان کې بریالي او دمختلفو موضوعاتو په تحلیل کې کامیاب وو .

هغه لیکوال چې متنوع معلومات ونلري که په یوه مشخصه برخه کې هرڅومره ډیر معلومات ولري هم دبریالي لیکوال کیدلو تمه ترې نه شي کیدلای ، علوم او معلومات له یوه سره په یوه نه یوه ډول تړلي دي ، نو ځکه اړتیا ده چې دمطالعې دائره مو پراخه کړو ، او په هره برخه کې تریوه حده مطالعه وکړو .

جیم : فکري ژورتوب او ابتکار

وړاندې وویل شول چې انشاء دفکر محصول دی ، ترڅو چې زموږ فکري قوه غښتلې او دقیقه وي ، په هماغه اندازه شاید موضوعات ښه تحلیل او تجزیه کړو ، ډیره مطالعه او دموضوعاتو لحاظول دفکر په قوت او وسعت کې مهم نقش لري ، فکري قوت په موږ کې دخلاقیت او ابتکار ماده ټوکوي ، او کولای شو په مټ یې له معمولې سوژې څخه غیرمعمولي لیکنه تیاره کړو .

په لیکوالۍ کې ابتکار مهم عنصر شمیرل کیږي ، پردۍ خبرې او افکار که په هرڅومره ښه ډول  واوډل شي هم خلک ورته ډیره اعتناء نه کوي ، بلکې تکرار یې بولي ، نوځکه لیکوال ته لازمه ده چې دابتکار استعداد ولري او مسائل له نوي لیدلوري یا په نوې بڼه تحلیل کړای شي .

دال : واقعیت ګرایي

لیکوال باید حقیقت بین او واقع ګرا وي ، مطلب داچې له افسانوي ادبي لیکنو پرته  په عامه لیکنو کې واقعیت ته وفادار واوسي ، او له دروغو او بې ځایه مبالغې ځان وساتي ، ځکه دروغ او مبالغه په لیکوال دلوستونکو باور له منځه وړي  .

ها : لیکدود او لیکنخښې

لیکوال باید دلیکنې په ژبه او لیکدود پوره تسلط ولري ، لکه څومره چې دیوې لیکنې لپاره  دمحتوا او موضوع  معیاریتوب اړین دی همدومره یې لفظي سکښت  او جوړښت هم مهم بلل کیږي ، نو ځکه ضرور ده چې لیکوال په معیاري لیکدود او دژبې ګرامري اصولو ته په وفادارۍ لیکنه وکړي ، دغه راز  لیکنخښې هم له پامه ونه غورځوي او په مناسبو ځایونو کې یې وکاروي .

واو : د لوستونکو مزاج پیژندل

معمولا هر لیکوال په دې پوهیږي چې دی دچا لپاره لیکنه  کوي ، مخاطب یې څوک دی، او څوک یې لولي ، دې ته په پام سره لیکوال باید دخپلو لوستوالو له  مزاج او طبیعت څخه ژور درک ولري ، ترڅو موضوع په داسې ډول  وړاندې  کړي ، چې دلوستونکو په فکر هماغسې اغیز وکړي چې تمه یې کیږي ، دلوستونکو دمزاج پیژندل له لیکوال سره دلیکنې په تاثیرګذارۍ کې لوی لاس کوي .

زا:  لفظي او معنوي محسنات

دلیکنې لفظي او معنوي جذابیت یو پراخ بحث دی ، چې ښایي په دې لنډو جملو کې ځای نه شي ، دلیکنې دښایسته کولو لپاره ګڼ شمیر لفظي او معنوي روشونه شته ، دبیان ، بدیع او معاني علومو له مختلفو صنائعو تشبیهاتواو استعاراتو رانیولې بیا په استدلالي برخه کې دبیلابیلو تلمیحاتو ، اشاراتو ، متلونو او اشعارو تراستعمال پورې .

ددې لپاره چې لیکوال خپل لیکنه له لفظي اړخه ښایسته اوله  استدلالي اړخه پیاوړې کړي ، باید د الهي اونبوي (صلی الله علیه وسلم )اقوالو ، حکیمانه خبرو ، متلونو ، اشعارو ، قطعو ، طنزونو ، تشبیهاتو ، تلمیحاتو ، کنایو اونورو  ښایسته اصطلاحاتو یوه لویه ذخیره په حافظه کې ولري ، ترڅو په خپل وخت ترې مناسبه استفاده وکړي .

حا : محتاط او هدفمند اوسیدل

او وروستۍ خبره داچې  لیکوال  بایدد لیکنې په مهال  محتاط ، امانت دار ، دروند  او هدفمند واوسي  ، لیکوالي یې  باید یوازې دالله تعالی درضاء او اعلاء کلمة الله لپاره وي ، او داسې څه ولیکي چې دقیامت په ورځ ورباندې شرمینده نه وي .

دا بحث په همدې اړوند دیوه عربي شاعر په څو بیتونو رانغاړو چې وایي :

وما من کاتب إلا سیفني

ویبقی الدهر ما کتبت یداه

فلا تکتب بکفک غیر شیئ

یسرک في القیامة أن تراه

ژباړه : هر لیکوال به فنا کیږي ، مګر لیکنې به یې پاته وي ، نو چې داسې ده  یوازې هغه څه ولیکه  چې دقیامت په ورځ یې په لیدلو خوشاله شې .

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه أجمعین .

قاري عبدالستار سعید

۱۴۳۴ هـ ق رجب المرجب ۱۱ مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x