
پاکستان: د شرابو له امله ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل): د پاکستان دسند ایالت په ټنډو محمدخان سیمه کي زهرجنو شرابو ۲۰ کسان وژلي او د ځینو نورو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی دی.
د سند ایالت د ټنډو محمدخان سیمي په کریم اباد کوڅه کې زهرجنو شرابو د ښځو په ګډون تر ۳۰ زیات کسان مسموم کړي چي وروسته د دوو ښځو په ګډون ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په پاته کسانو کي د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی دی.
پولیسو د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چي مسموم کسان یې د حیدراباد یوه روغتون ته وړي دي.
پولیسو همدارنګه د شرابو د خرڅولو په تور دوه تنه نیولي او پوښتني ګروېږني يې ځیني پيل کړي دي.