دیني، سیرت او تاریخ

د ګناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه ( ۳ ) برخه

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد :

۵ : ګناوي له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب دی .

الله جل جلاله فرمايي : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ (الطلاق : ۲- ۳)

ترجمه : څوک چي له الله – جل جلاله –   و ويږي، الله – جل جلاله –   به د ده لپاره ( له تكليفونو ) د وتلو  لار پيدا کړي او له هغه لوري به روزي ور کړي چي دی به يې ګومان نه کوي!!

دا برکتناکه او د متقيانو روزي ده، څوک چي له ګناهونو ځان نه ساتي هغه له دغسي روزي څخه محروم دی، هغه ته داسي روزي ور کول کېږي چي برکت پکي نه وي، روپۍ به لري، خو ضرورتونه به يې نه پرې پوره کېږي .

الله پاک  ځناورو ته هم روزي ور کوي، نو ګناهګار ته روزي هم هغې ته ور ته ده .

عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ الرَّجُلَ لَيُحْرَمُ الرِّزْقَ بِالذَّنْبِ يُصِيبُهُ وَلَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ وَلَا يَزِيدُ فِي الْعُمُرِ إِلَّا الْبِرُّ ( رواه احمد ص : 277 ج : ۵ )
ژباړه : له حضرت ثوبان رضی الله  عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه  وسلم وفرمايل : سړی د ګناه له امله له داسي روزي محرومېږي چي ور ته رسېدی، تقدير پرته  له دُعاء بل څه نه ردوي او په عُمر کي له نېکۍ پرته بل څه زياتوالی نه راولي !!

۶ : د ګناه له امله د عبادت نورانيت ختمېږي او په ثواب کي يې کموالی راځي .

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي : إنّ للحسنة ضياءً في الوجه، ونوراً في القلب، وسَعة في الرزق، وقوَّة في البدن، ومحبةً في قلوب الخلق. وإن للسيئة سواداً في الوجه، وظلمة في القبر والقلب، ووهناً في البدن، ونقصاً في الرزق، وبُغضاً في قلوب الخلق)( الجواب الكافي : 35 )

ژباړه : د نېکۍ لپاره په مخ کي رڼا وي، په زړه کي نور وي، په روزۍ کي پراخي وي، په بدن کي طاقت وي او د مخلوق په زړونو کي محبت وي .

او د ګناه له امله په مخ کي توروالی وي، په قبر او زړه کي تياره وي، په  بدن کي سُستيا وي، په رزق کي کموالی وي او د مخلوق په  زړونو کي بُغض وي !!

څوک چي عبادت کوي او ور سره له ګناهونو ځان ساتي، نو د هغه په عبادت کي نورانيت او اثر زيات وي، خو چي څوک ګناوي هم ور سره کوي، د عبادت نورانيت او اثر يې له منځه ځي .

دا ځکه چي عبادتونه د دواء په څېر دي او ګناهونه د زهرو او نورو ضرري خوراکونو په څېر دي .

که څوک دواء وخوري، خو ورسره داسي خواړه وخوري چي مرض ته يې زيان رسوي، نو د دواء اثر له منځه ځي .

دغسي عبادتونه هم دي، کله چي ور سره له ګناهونو پرهېز وي، اثر يې ډېر وي، خو د پرهېز د ماتولو په  صورت کي يې بيا هغه اثر نه پاتېږي .

بل مثال يې داسي دی : يوه کوټه وي، په هغه کي اېرکنډېشن چالان وي، خو دروازه  او کړکينان خلاص وي، نو د اېرکنډېشن له امله هغه کوټه نه يخېږي، ځکه  کومه سړه هوا چي له اېرکنډېشن څخه راوزي، هغه بهر ته وزي او له بهر څخه ګرمه هوا کوټه يخېدلو ته نه پرېږدي .

همداراز عبادتونه هم دي، که د دې سره ګناهونه ادامه ولري، د عبادت له امله رامنځته شوی نورانيت او اثر خوندي نه پاتېږي .

همدا راز د دې بل مثال داسي دی : که يو بېلر وي، سوری پکي نه وي، د باران څاڅکي پکي لوېږي، نو دا به آخر د دې وړو وړو څاڅکو له ا مله ډک شي .

خو که په هغه کي سوری وي، نو که هر څومره ډېري اوبه پکي واچول شي، بيا به هم ډک نه شي .

دغسي عبادتونه هم دي، اثر او نورانيت يې هغه وخت انسان يوې مرتبې ته رسوي، کله چي له ګناهونو ځان وساتي .

۷: ګناهونه د ملائکو له دُعاګانو د محرومتيا لامل دی :

الله جل جلاله فرمايي : الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آَمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (7)

رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آَبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (8) وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ( المؤمن : ۷- ۸- 9)

ژباړه : هغه ( ملائکي ) چي عرش پورته کوي او څوک چي د هغه چاپېره دي، د خپل رب د حمد سره د هغه تسبيح وايي، په هغه ايمان لري او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي، چي اې زموږ ربه ! تا هر شی په خپل رحمت او علم کي ځای کړي، نو هغه کسانو ته بخښنه وکړه چي توبه يې ايستلي او ستا د لاري تابعداري يې کړې او د دوزخ له عذابه يې وساتي، زموږ ربه ! او هغوی د همېشه استوګني هغو جنتونو ته ننباسې چي تا وعده ور سره کړې او د دوی له پلرونو، مېرمنو او اولادونو څخه چي څوک نېک عمله وي ( هغوی هم جنتونو ته داخل کړه !) همدا ته برلاسی او د حکمت خاوند يې، او هغوی له بدو ( سزاګانو ) وساتې، او په هغه ورځ چي ته څوک له بدو ( سزاګانو ) وساتې، نو يقينًا رحم دي پرې وکړ او همدا ستر بری دی !!

په دې أيت مبارک کي د الله پاک د مقربو ملائکو دُعاګاني د هغو مؤمنانو لپاره ذکر دي څوک چي توبه باسي او نېک عمله وي .

نو په ګناهونو اصرار د دغو ملائکو له دُعاء څخه د محرومتيا لامل دی او دا ډېره لويه بدمرغي ده .

( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x