نظــر

د کابل رژیم به خپل د بدو اعمالو لنډ او نیژدې عواقب د سر په سترګو ووینې، د طالبانو له غوصې ډک اخطار

نن ټکی آسیا: طالبان وايي چي په دې ورستیو کي د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق 32 تنه بندیان په مظلومانه ډول په بندي خانه کي په شهادت رسولي، چي په وړاندې طالبان هیڅ کله بی تفاوته نشي پاته کېدای.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خورا تونده اعلامیه کي چي نن ټکی آسیا ته یې هم را لیږلې، ویلي چي طالبان خپل د مظلومو وروڼو په انتقام کي ډیر حساس دي، او دداسي بدو او ظالمانه اعمالو سزا به په لنډه او نیژدې وختو کي د کابل رژیم خپل د سر په سترګو وويني.

لکه څرنګه چي په لاندي اعلامیه کي لیکل شوي د طالبانو ویاند ویلي چي د کندهار په دریو ولسوالیو ارغستان، بولدک او تخته پول کي ۳۲ تنه مجاهدین په وحشیانه توګه تر تعذیب وروسته په شهادت رسول شوي.

نومړي د بشر د حقوقو پر ادارو غږ کړی چي باید ددغه جنایتونو په اړه خپل مسؤولیت پر وخت سره ادا کړي، او نور ددغه سلسلې مخه ونیسي.

ویل کیږي چي د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق چي په قوم اڅکزی دی، د کندهار ولایت د یوه بل ستر قوم (نورزو) سره د خپل منصب څخه په استفادې خپله قومي بدي پالي، او د نورزي قوم ځوانان د شک پر بنیاد باندي د سختو شکنجو او تعذیب لاندي نیسي، او د طالب په تور یی کله وژني، او کله یی د امریکایانو په لاس ورکوي.

د کتونکو په نظر طالبان په خپلو اعلامیو کي عموما د تهدید څخه کار نه اخلي، خو د نورو جهادي تنظیمونو برعکس چي کله داسي تهدید ورکړي، نو بیایی عملي کوي هم، ځکه نو باید د کابل چارواکي د هغوی تهدید په جدي توګه واخلي، او پری نږدي چي یو کس د خپل قومي تعصب له کبله د افغانانو په وینو لوبي وکړي.

د طالبانو اعلامیه چي نن ټکی آسیا ته نن ورځ د طالب ویاند قاري یوسف احمدي له خوا را لیږل شوې، په لاندي توګه ده:

———————————————————

دکندهار وحشي قومندان عبدالرازق ۳۲ تنه بنديان په ډليز ډول په شهادت ورسول

دتيرو څو ورځو راهيسې دکندهار ولايت په دريو ولسواليو ، ارغستان ، بولدک او تخته پول  کې د کابل ادارې دکندهار امنيه قومندان  عبدالرازق لخوا د۳۲ تنو بندي مجاهدينو  دشهادت امرونه صادر شوي او ټول په ډليز ډول په يادو دريو ولسواليو کې شهيدان شوي دي، له هغې جملې نه ۶ تنه مجاهدين د بولدک ولسوالۍ په قرارګاه کې  دعبدالرازق په شخصي زندان کې په شهادت رسيدلي ، ۸ تنه د تخته پول ولسوالۍ دبوزو څوکۍ سيمه کې ، ۶ تنه دارغستان ولسوالۍ بالاژړه سيمه کې ، ۷ تنه په شين نري سیمه او ۵ تنه دارغستان په توره ګاره سيمه کې په ډليز ډول شهيدان شوي ، ياد ټول کسان ژوندي نيول شوي ، بیا بندیان شوي  چې له ډيرو اوږدو شکنجو او ظلمونو نه وروسته له بندیخانو څخه ایستل شوي اوله ياد برخليک سره مخ شول  ، په بدن باندي يې دشکنجو او وحشت نښې له ورايه څرګندې دي  ،دقومندان رازق دا لومړ جنايت نه ده بلکې نو موړی د داسې شومو اعمالو په ترسره کولو کې اوږده سابقه لري  چې له امله يي دبشر دحقوقو دسرغړونکو په لست کې هم شامل شوی وو ، موږ  ددښمن دغه بزدلانه او نامردانه  کړنه په کلکو ټکو غندو،په عین حال کې دبشر دحقوق پالو سازمانونونه هم په جدي توګه غوښتنه کوو چې ددې جنايت په اړه خپل مسئولیت اداکړي ،ممکن چې دغه وحشي قومندان ترخپلو لاس لاندي بندیخانو څخه نو ر مظلو م بندیان هم په ور ته ډول شهیدان کړي او یو ځل بیا دلیلې ددښتي بدي خاطري راتازه کړي ،  بل پلو دکابل غلام رژيم ته اخطار ورکوو چې دخپلو دغو راز بدو اعمالو لنډ او نيږدې عواقب به دسر په سترګو وګوري ، مجاهدين دخپلو مظلومو وروڼو دانتقام په اخيستنه کې خورا حساس دي او په ځلونو يي دښمن ته ور په ګوته کړې چې موږ دداسي جنایاتو په اړه په هيڅ صورت هم بې تفاوته نشو پاتې کيدای .

قاري محمديوسف احمدي داسلامی امارت وياند

۱۴۳۴/۸/۷هـ ق

۱۳۹۲/۳/۲۶هـ ش ــ 2013/6/16م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x