شعـــــرونه

د وطن پسرلی – نعمت الله پټانزی

پلنې دښتې ،شنه لاښونه غریې دنګ دي
راته ګران یې هر پیچــومی هر ګـــــړنګ دي

له ښــکلا سـره یې زور وهـل ښـه نه دي
په هر پاړ او هره پرښه کې یې سنګ دي

هــر یو ګل یې دشپیـــــلۍ وږموته ناڅــي
دکیږدۍ ترڅنګ شپونکی یویې خدنګ دي

مخ یې ټول په سرو غاټولو باندې پټ کړ
هــلته څنډه کې ولاړ لا چي لــــونګ دي

په ســــبو پســـــې وتلې پیغــلې راغـلې
شور ماشور کوي بنګړیو کې یې شرنګ دي

د رباب تار یې تاز کــــړ ســــوريې ونیو
بیا خوږو نغمو جوړ کړی پکې ترنګ دي

په دیدن یې نه مـــــــړیږی دروازه کــې
ورته ناست یو (پټانزی) غوندې ملنګ دي
..
..
۱۳۹۳/۱۲/ماهي – فاریاب ،شرین تګاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x