شعـــــرونه

غزل – هاشم سادات

ټول پرھر پرھر یم او بدن مې وینې وینې دې
سنګه به خوشحال شم چه وطن مې وینې وینې دې

ما لکه  بلبل  تری  کډہ  یوړه  په  ژړه  ژړه
قتل مې ګلان شو ټول ګلشن مې وینې وینې دې

څه د غم  فضا  ده څه  غمژن  مازیګرونه  دې
ویرډک ماښامونه ماسخوتن مې وینې وینې دے

سنګه چه دناوې په نکریزو سرې منګولې وې
داسې پختونخوا کې هر یو تن مې وینې وینې دې

مخکښ به ځوانانو په سرو وینو کی سلګئ کړلی
وس دناوې پیغلې ځنکدن مې وینې وینې دې

مونږ پسې حالاتو داسې سترګې بدل کړې دې
ګورئ پس دمرګه هم کفن مې وینې وینې دے

تابه چه” ھاشمه”په سپرلو ورله غزل لیکل
ھغه دبابا ښکلې مسکن مې وینې وینې دې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x