ادبي لیکني

آیا زه جنت له ځم ؟

ژباړه / محمدعلي عمري

څو کاله وړاندي مي په روغتون کښي کارکولو، یوه نجیلۍ چي له یوې سختې او حیرانونکې بیمارۍ سره مخامخ وه.

یواځې دا چانس وو چي ددې  له کورنۍ څخه یو څوک وینه ورکړي، دې یواځې یو پنځه کلن ورور درلودو.

دروغتون ډاکټر دنجیلۍ له کوچني ورور سره خبري وکړې.هلک له ډاکټر څخه پوښتنه وکړه.

آيا بیا به مې  خور ژوندۍ پاته شي ؟

ډاکټر جواب ورکړو:هو!

هلک ورسره ومنله.

دخورڅنګ ته مو هلک پرې ایستلو. او دوینې کښلو پایپونه  مو دهلک له بدن سره وصل کړو.

هلک خپلې خورته په خندا وکتل. او وینه یې له بدن څخه روانه وه.

ډاکټر ته یې وویل آیا زه جنت له ځم؟

هلک دا ګمان کاوو چي دخپل بدن ټوله وینه خپلې خورته ورکوي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x