نظــر

څو شېبې له سناتور حق ویون سره

قاري توریالی تایب

تیره شپه په مدینة المنورة کې د یو ملګری مېلمستیا وه

په دې مېلمستیا کې زموږ د ملګرو په ګډون یو بل مهم مېلمه هم حضور لاره

دا مهم او خصوصي مېلمه د سنا مجلس غړی (حق ویون صیب) و

زه خو چې کله مجلس ته داخل شوم؛ نو د سناتور صیب قاوره ډیر خوند راکړ، ښه مبارکه ږېره او غټه باډی یې په ټول مجلس باندې خپل تأثیر غورځولی و؛ خلاصه دا چې مړۍ تیاره شوه او له هرې خوا مو پر پسونو بریدونه خښ کړل؛ نو سناتور صیب ما سره په کاسه کې ناست و، چې کله مې د سناتور صیب د خوراک انداز ولیده؛ نو خدای شته له خوراکه مې زړه تور شو

له څلورمې ګولې (لقمې) نه زیاته مې و نه شو خوړلای او بس مې کړه خو د سناتور صیب بریدونه ښه په درز کې روان و او آین تر اخري سلګیه پورې یې له پسونو سره مبارزه وکړه

له خوراک نه چې فارغ شو؛ نو سناتور صیب ته مې مخ واړوه او ورته کړه مې، چې سناتور صیب!

په پکتیا کې علمآء په ډیر بد وضعیت کې قرار لري، بندیانیږي هم دوی، ځوریږي هم او حتی د وطن پرېښودلو ته هم اړ کیږي

تاسو د یو سناتور په صفت علمآؤ ته مو څه خدمتونه کړیدي؟

سناتور صیب په یو خاص انداز شروع شو داسې ګډوډې یې بادولې، چې تنها زه نه بلکې ټول مجلس ورته خندل.

نه پوهیږم د ډیر خوراک له امله سناتور صیب ګنګس و که رښتیا هم همداسې ……

مال: بیشکه چې له رئیسه تر سناتوره او آن تر ادنا مدیره پورې ټول مفکرین(!) او دومره هوښیاران(!) خلک سره را ټول شویدي چې تر څو خپله یو څوک لیونی نه وي؛ نو د دوی پته ورته نه لګیږي، ځکه چې لیونیان د بل لیونی په ژبه ښه پوهیږي

نه عاقلان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x