نړۍ

بلجیم: دبروکسل هوايی ډګر کي دوه پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل): چاودني په میدان کي دننه دامریکا ملکي هوایی چلند د ټکټونو د ورکړي میز ته څیرمه شوي دي.

له سیمي څخه خبري سرچینو تر اوسه د یوه کس د وژل کېدو او څو نورو کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړی.

د بروکسل هوايی میدان چې هر کاله له ۲۵ ملیونه څخه زیات مسافر دهوا له لاري سفر باندي کوي، اوس مهال دمسافرو په وړاندي تړل شوی دي.

له ښار څخه د هوايی ډګر په لوري د اورګاډو حرکت هم بند شوی دي. دپیښي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، عیني شاهدان وايی چې چاودني ډیري زوروري او ویره وونکي وي، دچاودنو له ځایه څخه دوګي پورته کیږي، دشا او خوا ډیرو ودانیو هنداري ماتي شوي دي، د پیښي ځاي ته امبولانسونه او بیړني مرسته کونکي ډلي رسیدلي دي.

بروكسل د اروپايي اتحادیې او ناټو غړو هیوادونو لپاره د پلازمیني حیثیت لري، ځکه چې ددغه اتحادیې اړوند اکثره دفترونه په همدې ښار کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x