
مزار کې د نور او دوستم پلویانو لاریونونه پیل کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ په مزار شریف ښار کې د دوستم او عطامحمد نور د پلویانو له لوري غبرګ لاریونونه پیل شوي دي.
د عطا نور پلویانو له نن سهار د ذبیح الله څلور لارې څخه خپل لاریون پیل کړ ، چې د نور، برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود عکسونه لېږدوي او د دوستم پر ضد شعارونه ورکوي.
دوه ساعته وروسته د جنرال دوستم پلویانو د دوستم له کور څخه لاریون پیل کړ او تر هغې څلور لارې لاړل چې د دوستم عکسونه پکې شلیدلي و.
د دوستم او عطا نور تر منځ وروسته له هغه اوبه خړې شوې چې د نور پلویانو د مزار ښار په زړه کې د دوستم تصویرون څيرې کړل، د دوستم پلویانو دا د خپل مشر سپکاوی وګاڼه او د غچ اخیستو ګواښ يې وکړ.
نور بیا دوی کوڅه ډب بولي او وايي چې د ښار د وضعیت د ګډوډولو لپاره هڅې کوي، هغه ګواښ وکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، دوی به جدي غبرګون وښيي.
ياده دې وي دم ګړۍ د عطامحمد نور او دوستم مسلح پلویان هم «تیارشئ» ولاړ دي.
عطامحمد نور تېره ورځ پخپله خپره کړې اعلامیه کې د دوستم پلویان « اخلالګر او ښکنځلمار» بللي دي او ګواښ يې کړی چې که خپلو ښکنځلو او ګډوډيو ته دوام ورکړي دوی به يې پر وړاندې ارام نه کيني.
په مقابل کې د دوستم زوی باتور دوستم پخپله فیسبوکپاڼه عطامحمد نور « ډارن » بللی او په هغه يې تور پورې کړی چې له ولسه د لاریون حق اخلي.