افغانستان

جيمز کليپر: د افغانستان سياسي او نظامي حالات د اندېښنې وړ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل): غربي رسنۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې په پرله پسې توګه د افغانستان سياسي او امنيتي حالاتو په اړه اندېښنې څرګندوې او د افغانستان اوسنی حالت کړکېچن بولي.

د امريکا متحده ايالتونو د ملي استخباراتو ادارې مشر جيمز کليپر وړاندوينه کړې، چې روان ۲۰۱۶م به د تېرو کلونو په پرتله ډېر خونړی وي، طالبان به خپلو بريدونو او چاودنو ته نور هم زور وکړي او هڅه به کوي، چې نورې سيمې هم لاندې کړي.

د جيمز کليپر په وينا د طالبانو وروستي امنيتي ګواښونه د افغانستان ملي وحدت حکومت له اوږدمهالو ګواښونو او کړاوونو سره مخ کولای شي.

د امريکا د ملي استخباراتو مدير د افغانستان سياسي حالاتو په اړه وايي، چې ولسمشر اشرف غني د خپل هېواد د سياسي حالاتو د کنټرول توان نه لري، د خپل ولس لپاره يې تر اوسه داسې کوم کار نه دی کړی، چې خلک ترې خوښ شي او د سولې بهير يې هم تر اوسه له ناکامۍ سره مخ دی.

«د افغانستان طالبانو مخورې ډلې حکومت سره له هر ډول خبرو انکار کړی، خپلو جنګياليو ته يې امر کړی، چې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړي او حکومت يوازې په دې توانېدلی، چې ځينې وړې ډلې د خبرو مېز ته کينوي، مګر دا کړنې به د افغانستان په روانو جګړو کوم اغېز ونه کړي، بلکې طالبان به نور هم خپلو عملياتو ته زور ورکړي.»

جيمز کليپر زياتوي، طالبان په خپلو شرطونو ټينګار کوي، چې ټول امريکايي او ناټو ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، د خبرو لپاره يې اړين شرط همدا دی او طالبان کولای شي، چې د هېواد په هره سيمه کې وغواړي بريدونه او چاودنې وکړي.

«د افغانستان خلک دې نتيجې ته رسېدلي، چې تر څو بهرني پوځيان په افغانستان کې وي، جګړه به روانه وي.»

جيمز کليپر دا څرګندونې په داسې وخت کړي، چې امريکا افغانستان ته د نورو ځواکونو رالېږلو پرېکړې او دغه ځواکونه به د افغانستان امنيتي سرتېرو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړو کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x