افغانستان

ولسمشر غني خپله ناکامي ومنله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر غني د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې ومنله چې د خپل حکومت په ګڼو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

هغه چې د زنګ په وهلو يې په ټول هېواد کې د نوي تعلیمي کال پیل وکړ، اعتراف وکړ چې له ښوونکو سره کړې ژمنې يې نه دي پوره کړې.

غني د هېواد له ښوونکو نه بښنه وغوښته او پر دې يې اعتراف وکړ چې د دوی په ژوند کې يې کوم «تحول» نه دی راوستی.

ولسمشر وویل: « دا ګیله هم کېږي چې موږ یو معلم ولسمشر کړ، خو د معلمانو وضعیت ورسره بدل نه شو، زه ستاسې په امتحان کې مشروط یم، هیله ده سږ کال له تاسې پوره نمرې واخلم، ما د کورونو درکولو ژمنې درسره کړې وي، چې پوره نه شوې، زه بښنه غواړم.»

محمد اشرف غني د خپل حکومت په پیل کې د ښوونکو د وضعیت د ښه کولو په موخه د هغوی د معاشونو د لوړولو، د کورونو د ورکولو او ګڼې نورې ژمنې کړې وې، چې پخپل اعتراف يې یوه هم نه ده پوره شوې.

ښوونکو د دې ژمنو د نه پوره کېدو له امله څو ځلې درسي اعتصابونه وکړل، چې د همدې اعتصابونو له امله د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو کلنۍ ازموینې د نوي کال تر پیل یوه ورځ وړاندې پای ته ورسېدې.

ولسمشر ښوونکو ته د کورونو په ژمنه کې د پاتې راتلو علت د ځمکو پرېمانه غصب بولي، هغه ومنله چې د غصب په اړه هم د ده حکومت پاتې راغلی دی.

نوموړي اعتراف وکړ چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۶زره جریبه ځمکه غصب شوې ده او حکومت لا تر اوسه نه دی توانېدلی چې دغه ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x