افغانستان

طالبان په قطر کې خپل سیاسي دفتر رسما پرانیزي

taliban333

د الجزیرې د راپور له مخې، ټاکل شوې چې سبا د سه شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر رسما پرانیستل شي.

ویل کیږي چې طالبان به له دې دفتر څخه د سیاسي چارو او له بهرنۍ نړۍ سره د ارتباطاتو جوړولو کار اخلي.

نږدې درې کاله مخکې طالبانو له امریکایانو سره د قطر په منځګړتوب مخامخ ابتدايي خبرې پیل کړې، څرنګه چې په دې خبرواترو کې افغان دولت څنډې ته غورځول شوی وه د کرزي سخته غوصه یې راوپاروله او خپل سفیر یې احتجاجا له دوحې څخه کابل ته وروغوښت. خو د کرزي غوصې کومه ګټه ونه کړه او ډیر ژر یې په خپل موقف کې بدلون راووست.

کله چې طالبانو له امریکایانو سره د رسمي مذاکراتو لپاره په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل شرط کیښود، افغان دولت یو ځل بیا ډیرې هڅې وکړې چې د طالبانو سیاسي دفتر په کابل، سعودي عربستان، او یا ترکیه کې پرانیستل شي، خو طالبانو یې دا ځل هم ټول وړاندیزونه بابیزه وګڼل.

طالبانو پخوا ویلي وه چې د سیاسي دفتر لپاره داسې هیواد غوره کوي چې ګاونډي نه وي، په افغانستان کې پوځي حضور ونه لري، او په تیره لسیزه کې یې د افغانستان او طالبانو پر وړاندې کوم منفي رول نه وي ادا کړی.

افغان دولت په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه خپل دریځ ډیر نرم کړی وه، او د کرزي په شمول لوړپوړو چارواکو قطر ته په خپلو سفرونو کې زیاتوالی راوستلی وه، ترڅو له یوې خوا د قطر هیواد له لارې په طالبانو فشار راوړي چې د امریکایانو پرځای له افغان دولت سره مذاکرات وکړي، او له بلې خوا خلکو ته داسې وښايي چې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستنه د افغان حکومت په مشوره ترسره شوي او ددوی د هلوځلو نتیجه وه.

حتی د روان میلادي کال تر اوائلو پورې کرزي د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخالفت کاوه، خو څرنګه چې امریکایان غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري، په هره بیه چې وي، وباسي، کرزی اړ شو چې له ډاګیز مخالفت څخه لاس واخلي.

د کتونو په اند په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، لکه څرنګه چې په سیاسي او دیپلوماټیک لحاظ د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، همداسې د امریکا او افغان دولت لپاره د یوې لویې ناکامۍ په معنی ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x