افغانستان

اروپا ۸۰ زر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ل): په اروپا کې د زرګونو افغان پناه غوښتونکو له ډلې اروپايي ټولنه په نږدې راتلونکې کې د ۸۰ زره افغانانو د شړلو هوډ لري.

د ډيلي ميل د راپور له مخې اروپايي ټولنې پتېیلې چې په اروپا کې د زرګونو تنو له ډلې باید ۸۰ زره تنه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د سرچينې په قول یادې ټولنې د افغان مسافرو په اړه دا هوډ په یوه پټه طرحه کې نیول شوی دی.

اروپايي ټولنې ويلي که افغان حکومت د خپلو افغانانو له منلو انکار وکړ دوی به پرې خپلې مرستې بندې کړې.

دا په داسې حال کې دی چې یوازې په تېر کال کې شاخوا ۱۷۶ زره تنه افغانان اروپا ته تللي دي.

د ګډ حکومت له پیل سره له هېواده د ځوانانو د تېښتې علتونه، نا امنی او په پراخه سطحه بې کاري ګڼل کېږي.

څه موده وړاندې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو په زغرده وویل چې د افغانستان له موافقې پرته هیڅوک هم د مسافرو د شړلو حق نه لري.

د اروپايي ټولنې د دې تصمیم په اړه تر اوسه افغان چارواکو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پردیس

د نړی په ګوټ ګږټ کښی دګډ وډیولامل امریکا ده چی ځان یی دزمکی دسر سلطان ګڼلی او په بیلابیلو پلمو نا ارامی رامنځ ته کوی او د وسلو دپلور دپاره بازار موندنه کوی. پکار ده چی مهاجرین همددوی په غاړه ولویږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x