افغانستان

تازه خبر: د ولسي جرګې د غړي محمد محقق په موټر چاودنه شوې

.

شیبه وړاندې مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل ښار په زړه کې یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه.

د لمړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي چې چاودنه  شیبه مخکې په پاوباندې نهه بجې د کابل د پل سرخ  په سیمه کې  دبشر دحقوقو دفتر ته څیرمه  رامنځ ته شوې چې ډیره قوي وه، او تر ډیره سیمو یې اوازونه اوریدل شوي دي. او د شاوخوا کورنو او هټیو هندارې یې ماتې کړي دي.

دچاودنې موخه د محمد محقق هغه موټریز کاروان وو چې له سیمې نه دتیریدو په حال کې وو،

خو د بی بی سی له قوله محقق ورته ویلي چې نوموړي له بریده روغ وتلی خو ملګرو ته یی مرګ ژوبله اوښتې ده.

  دا تر اوسه معلومه نده چې محقق رښتیا هم له حملې روغ وتلي که کوم نقصان ورته رسیدلی دی، ځکه ځینو رسنیو د هغه د وژل کیدو خبرونه خپاره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې په پیښه کې تر اوسه درې تنه وژل شوي او یویشت تنه نور ټپيان دي. د پیښې د نوعیت او په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي او نه یې هم کومې ډلې پړه په غاړه اخستې ده.

محمد محقق په افغانستان کې د جبهه ملي  هزاره ډلې مشر دي او له پښتنو سره په زیات تعصب او دښمني درلودلو کې مشهور دي.

محب/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x