شعـــــرونه

پر شيطان بريدونه

څوک چي کوي دخپل عمل دسمېدو فکرونه
دا دي پر درستو شيطانانو د بريدو فکرونه

راځئ چي وکړ ود سېلاب د مخنوي خبري
بيا به کوو دړنګ جومات دجوړېدو فکرونه

بېشکه مل ورسره خداي دئ خو بيا هم داوايم
ډير ضروري دي داسير د خلاصيدو فکرونه

خاوري به دين اووطن وساتي معذور يې بولم
چي تش کوي د شتمني دزياتېدو فکرونه

داچي په بې باکه دمرتد غليم په څنګ ولاړ دي
زړونه يې تور دي نه کوي دغرقـيـدو فکـرونه

په ازغن سيم اوسروسکروټو چي ګران پلونه ايږدي
ورسره نه نشته د دردو او سوځيدو فکرونه

دبري زيري دئ الهامـه! بيا که خـداى کول
بيا موغازيان کـړي درقيب دغوڅېدو فکرونه

2013/05/18

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x