نړۍ

بروسلز کې پرلپسې شپږو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې، بیړنۍ حالت اعلان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ل): د بلجیم د پلازمیني بروسلز په هوايي ډګر کې تر غبرګو چاودنو وروسته څلور نوري چاودني د اورګاډو په تم ځای کې شوي، چې له امله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

تر اوسه د مړو او ټپیانو کره شمېر نه ده په ګوته شوې، خبري سرچینو ویلي چې یوازي دهوايي ډګر په دوه چاودنو کې تر اوسه ۱۳ تنه مړه او ۳۵ نور ټپيان کړي دي.

بل لوري ته د بلجیم حکومت په هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او خلکو ته یې ویلي چې له کورونو او دفترونو دي بیرون نه وزي.

د بلجیم ځايي رسنیو ویلي چې په هوايي ډګر کې چاودني سرتیري بریدونه وه، ددغه هوايي ډګر څخه په خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې د هوايي ډګر له تعمیرونو څخه تور دودونه پورته کیږي.

امنیتي چارواکو د بروسلز هوايي ډګر او همداسي د اورګاډو تم ځای کلابنده کړی او یا دوه ځایونو ته یې پر هر رنګه نقل او حرکت بندیز اعلان کړی دی.

باید وویل شي چې څلور ورځي وړاندي د بلجیک حکومت د فرانسې په چاودنو کې د لاس لرلو په جرم د صلاح عبد السلام په نامه یو کس نیولی وو.

تېرکال ۲۰۱۵ په نومبر میاشت کې د فرانسې پرلپسې چاودنو کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وه.

خلك له هوايي ډګر څخه د چاودني وروسته د تیښتې پر مهال:

https://www.youtube.com/watch?v=GaP9UxyzRq0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ناتو بايد په اسلامي هيوادو خصوصا افغانستان کی له وحشت، انسانوژني او اشغال سخه لاس په سر شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x