افغانستان

طالبانو په قطر کې دسیاسي دفتر دپرانستلو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړه

­تمه کیده چې ډیر ژر به  په قطر هیواد کې طالبان خپل سیاسي دفتر پرانیزي ، دطالبانو دسیاسي کمیسیون یو شمیر غړي لا له وړاندي دقطر هیواد ته رسیدلي ، ویل کیږي  دقطر هیواد له چارواکو سره ددې دفتر دنوعیت پر سر دخبرو اترو جریان  درسمي پرانیستنې کار له ځنډ سره مخ کړ، دترلاسه شویو معلوماتو لمخې دفتر به نن ۶نیمې بجې دیو لړ مراسمو په ترځ کې رسما افتتاح او په کار به پیل وکړي،په مراسمو کې به  دقطر هیواد دحکومتي چارواکو په شمول یو شمیر ډیپلوماتان او ژورنالیستان هم ګډون وکړي.

نن سه شنبه ( 18 جون 2013 ) طالبانو دیوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره رسما دقطر په عربي هیواد کې دخپل سیاسي دفتر پرانیستل اعلان کړ،دا علامیه چې دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې نشر شوې ، په یوه برخه کې یې ویل شوي ، دافغانستان اسلامي امارت نه غواړي چې دافغانستان له خاوري دي نورو ته ضرر پیښ شي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې دا خاوره دنورو په ضرر استعمال کړي.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، له اشغال نه  دافغانستان خپلواکي داسلامي امارت دیني او ملي وجیبه ده او په دي لار کې یې له هرې شرعي لاري کار اخیستي او اینده کې به یې هم اخلي.

دموضوع اهمیت ته په کتو سره داعلامیې بشپړ متن په لاندي ډول کټ مټ نشر ته سپارو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

په قطر کې داسلامي امارت دسیاسي دفتر دپرانیستلو په مناسبت اعلامیه

   

     ټولو ته معلومه ده چې دافغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې داشغال دخاتمې او دیوه خپلواک اسلامي نظام په خاطر جهاد او هلې ځلې  کوي، او دغه هدف ته درسېدو لپاره یې همېشه له هرې مشروع لارې نه کار اخيستی دی.

      دافغانستان اسلامي امارت له نظامي تګلارې سره سره سیاسي تګلاره او اهداف لري چې تر افغانستان پورې محدود دي، اسلامي امارت نه غواړي چې له خپلې خاورې نه نورو هېوادونو ته ضرر پېښ کړي،  او نه به هم بل چا ته اجازه ور کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو امنیت تهدید کړي؛ د افغانستان اسلامي امارت دهمسایه هېوادونو په شمول د نړۍ له ټولو هېوادو نو سره د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي، او په خپل هېواد کې له امنیت سره سره په نړیواله کچه دامنیت او عدالت غوښتونکی دی.

   البته دافغانستان اسلامي امارت له اشغال څخه د هېواد خپلواکي خپله دیني او ملي وجیبه بولي، او ددې کار لپاره یې له هرې مشروعې لارې نه کار اخیستی او په راتلونکي کې به یې هم اخلي، او همدا راز په نړیواله کچه دمظلومو او مستضعفو ولسونو مبارزې او هلې ځلې چې دخپلو مشروعو حقونو او خپلواکۍ دلاسته راوړلو لپاره یې کوي دهغوی حق بولي، ځکه ولسونه حق لري چې خپل هېوادونه له استعمار څخه آزاد، او خپل حقوق تر لاسه کړي.

  دهمدې تګلارې د روښانه کولو لپاره اسلامي امارت لازمه وبلله چې دقطر په اسلامي هېواد کې دلاندې اهدافو  لپاره سیاسي دفتر پرانېزي.

۱ – دنړی له هیوادونو سره دتعلقاتو دښه کولو لپاره  افهام او تفهیم او خبرې کول.

۲ -د یو  داسې سیاسي او سوله ایز حل ملاتړ کول چې په هغه کې دافغانستان داشغال خاتمه، او هلته د يو خپلواک اسلامي نظام قایمېدل، او واقعي امنیت راتلل چې دټول ملت غوښتنه او هیله ده یقیني وي.

۳ –  د وخت له مقتضی سره سم له افغانانو  سره لېدنې کتنې تر سره کول.

۴-  له ملګرو ملتونو، نړیوالو  او سیمه ایزو سازمانونو او غیر حکومتي موسساتو سره تماس نیول.

۵ ـ د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه سیاسي بیانونه دمطبوعاتو په اختیار کې ورکول.

  دیادونې وړ ده چې مونږ دقطر ددولت او دقطر د امیر ښاغلي شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني نه مننه کوو چې په خپل هېواد کې يې داسلامي امارت دسیاسي دفتر له پرانستلو سره موافقه وکړه، او په دې اړه یې اړوندې آسانتیاوې برابرې کړې.

دافغانستان اسلامي امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x