افغانستان

طالبان وايي بغلان کې يې ۱۴ کلي د دولت له واکه ویستي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د بغلان په پلخمري کې يې ۱۴ کلي د دولت له واکه ویستلي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پلخمري په ډنډ شهاب الدين سیمه کې يې د خلکو په مرسته دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ کړي دي.

له نږدې دوو میاشتو راهیسې دولتي ځواکونو په ډنډ شهاب الدین او ډنډغوري سیمو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

طالبانو په خپره ویبپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې له دولتي ځواکونو يې «کټه خیل، خوګیاڼي، شاړي،ملک یاسین، حاجي سخي ګل، کندهاریوحاجي نادر، ارباب نورالدین، منګکیان، میران، حاجي کریم، حاجي هاشم، وزغریواو صافیانو» کلي نیولي دي.

تر دې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په ډنډ غوري کې د ۳۲ کلیو د نیولو خبر ورکړ، یاده دې وي په دې سیمو کې زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې ډېری پښتانه دي.

تر اوسه دولتي سرچينو د طالبانو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x