افغانستان

طالبانو دځانګړو مراسموپه ترځ کې په رسمي توګه په قطر کې خپل دفتر پرانیست(انځوریز)

بالاخره له ډير ځنډ ورسته نن مازیګر شپږ نیمې بجې طالبانو په قطر کې خپل دفتر د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو په رسمي ډول پرانیست. لمړی په قطر کې میشت د طالبانو لوړپوړي استازي او د هغوی د سیاسي دفتر کارکونکي د دفتر وداني ته ورسیدل چې ورسره د قطر هیواد دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال هم ګډون درلود او د پټۍ په پرې کولو سره یې ددې سیاسي دفتر رسمي افتتاح وکړه.

په دې کسانو کې د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې له هغوي نه یو شمیر سیاسي کارکونکي او دیپلوماتان وو، شرکت وکړ. په نوموړو کسانو کې د سیاسي چارو کارپوه قاري دین محمد، دطالبانو د تحریک په مهال په متحده اماراتو کې دهغوي سفیر تکړه لیکوال او کارپوه مولوي جان  محمد مدني، په پاکستان کې دطالبانود واکمنۍ په مهال د سفارت غړی سهیل شاهین، ډاکټر محمد نعیم وردګ او یوشمیر نورو لوړپوړو طالب مشرانو ګډون کړی وو.

په دې سربیره په نوموړې غونډه کې سیاسي شنونکو، ډیپلوماتانو، دمدني ټولنې غړو او دګڼ شمیر خبري رسنیو استازو هم ګډون  کړی وو.

تر هر څه مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خپله مقدماتي وینا وکړه او دا ګام یی په  افغانستان او سیمه کې دسولې او امن په راوستلو کې زیات اړین وباله.

ورپسې د اسلامي امارت دقطر دفتر رسمي ویاند ډاکټر محمد نعیم  دغونډې حاضرینو ته وروپیژندل شو، دنوموړي له معرفي کیدلو نه ورسته نوموړي د اسلامي امارت اعلامیه په عربي ژبه واوروله چې په څنګ کې ورسره سهیل شاهین هم موجود وو.

د اعلامیې په متن کې راغلي وو چې د قطر دفتر له نړۍ سره د روابطو د قایمولو او اړیکو جوړلو په موخه پرانستل شوی چې له همدې ځایه به نړیوال د یو مستقیم ادرس په توګه له طالبانو سره رابطه کولای شي.

نوموړي د قطر له حکومت نه په مننه وکړه او وویې ویل چې ددې دفتر په خلاصولو کې دقطر حکومت ورسره زیات مرسته وکړه، نوموړي د اعلاميې له لوستلو نه ورسته د ژورنالستانو پوښتنو ته جوابونه وویل.

په پای کې د سیاسي چارو کارپوه قاري دین محمد چې د جاپان د دوشیشا پوهنتون په بلنه یې د طالبانو په استازیتوب هلته هم شرکت کړي وو،  له ژورنالستانو سره په دري ژبه مرکې وکړي او دهغوي پوښتونه ته یې ځوابونه وویل.

{vimeo}68655342{/vimeo}

دخبري کنفرانس په ختمیدو سره د طالبانو دواکمنۍ د مهال بیرغ چې په سپینه ټوټه کلمه طیبه پرې لیکل شوې وه، د ټولو ګډونوالو په حضور کې پورته شو او ورسره د ملافقیر محمد درویش په ښکلې اواز کې د افغانستان ملي ترانه ورسره زمزه شوه.

له مراسمو نه سمدستې ورسته د سپیني ماڼۍ چارواکو هم خپله اعلامیه صادره کړه او ددې دفتر خلاصول یې د سولې دخبرو په چټکتیا کې مهم ګام وباله.

د سیاسې کارپوهانو له نظره ددې دفتر افتتاح د طالبانو لپاره یو مثبت او ګټور ګام دي، او دا دهغوي ستره سیاسي بریا بلل کیدای شي چې ددولس کلونو مقاومت ورسته یې امریکا دې ته راضي کړه چې هغوي د یو مقابل په توګه وپیژني او د سیاسې دفتر په پرانستنې یې مجبور کړي.

محب/ نن ټکی اسیا

————-

dilawer sab

شیخ الحدیث حضرت مولانا شهاب الدین دلاور صاحب د دفتر د نورو غړو تر څنګ دفتر ته ننوزي

——–

مولوي سید رسول صاحب

شیخ الحدیث مولوي سید رسول صاحب د لومړی ځل لپاره د قطر دفتر ته ننوزي.

istqbal

 شیخ الحدیث حضرت مولانا شهاب الدین دلاور صاحب (لومړی اول) د قاري صاحب محمد حنیف تر څنګ د قطر د وزیرخارجه د معاون په استقبال کي

janmohammad and wazeer1

مولوي جان محمد د دفتر غړي د وزیر خارجه معاون ته ور معرفي کوي

janmohammad and wazeer

iftitah

شیخ الحدیث حضرت مولانا سید رسول صاحب (چپ طرف ته اول) د مولوي جان محمد (منځ) او د قطر د وزیر خارجه د معاون سره په ګډه د قطر ددفتر پټی پری کوي.

shaheen and wazeer

د طالبانو پخوانی او تکړه ډیپلوماټ سهیل شاهین صاحب د اسلامي امارت اعلامیه په انګلیسي ژبه د خبریالانو په مخ کي وايي

shaheen and naeem

دکتور محمد نعیم، او سهیل شاهین صاحب.

bairagh porta

د دفتر ټولو غړو د بیرغ پورته کولو وروسته دعا په داسی توګه وکړه چي سترګي يي په اوښکو نم جني وي، دعا شیخ الحدیث مولانا سید رسول او شیخ الحدیث مولانا شهاب الدین دلاور صاحب وکړه.

bairagh wadani

gait1

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x