ترکیه کې د «دوزخ د اور ضد» په نوم کفنونه خرڅېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ل): په ترکيه کې د دوزخ د اور ضد او د قبر د لومړي شپې له عذابه د ساتنې په نوم کفنونه خرڅېږي.

د «حریت» په نوم ترکي ورځپاڼه لیکي چې د دې کفنونو د خرڅلاو اعلانونه پر هغه ویبپاڼې کېږي چې ګومان کېږي د مشهور ديني عالم « جوبلی احمد هوجا » به وي.

په ترکیه کې عادي کفنونه د دریو ډالرو شاوخوا قیمت لري خو د دوزخ د ا ورضد په نوم دا کفن بیا ۳۷۰ ډالره قیمت لري.

د سرچینې په قول دغه کفنونه د هوسیو له پوستوکو جوړېږي او برسېره پرې د الله جل جلاله نومونه لیکل شوي دي.

په ترکيه کې څه موده وړاندې هم د دې کفن په اړه پر ویبپاڼو ویډيو کليپ نشر شوی و، چې له دې کفن سره يې د خلکو مینه لا ډېره کړه.

ځينو ترکي رسنیو دغه کفن چې انلاین پلورل کېږي په زغرده د جوبلی احمد هوجا له لوري بللی او هغه سایټ چې د دې کفن اعلانونه پکې کېږي د هغه شخصي پاڼه بولي.

ویل کېږي جوبلي احمد هوجا په ترکیه کې د شعیه ضد سني عالم په توګه پېژندل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د