ټولنیزه برخه

د ناوړه خبرې په اورېدو، مه خفه کېږه! (۶۷)

رحمت الله مومن
رحمت الله مومن

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د ناوړه خبرې په اورېدو، مه خفه کېږه!

یو شاعر وایې:
” د فضایلو په را ټولولو ټینګار وکړه، او د حسد کونکو پر ملامتولو مه خفه کېږه؛ پر دې پوه شه چې یوازې په ژوندانه کې د الله تعالی ﷻ عبادت کېدلای شی، او تر مرګ وروسته کینه هم له منځه ځې. ”

له عصری عالمانو څخه د یوه تن وینا ده:
” څوک چې د نیوکې په وړاندې حساسیت لری، هغوی باید خپل ماغزه د مقادیرو پر یخو اوبو ساړه کړی، په دې ترتیب به له ظالمانه نیوکې څخه خلاصی ومومی. ”

عرب وایې:
﴿ اللهِ دَوُّ الحسدِ ما أعْدَلَهُ ، بدأ بصاحبِهِ فقتله ﴾
ژباړه: ” الله تعالی ﷻ د حسد په معامله کې څومره ښه عدالت کړی، چې تر هرڅه له مخه د حسد کوونکې په له منځه وړلو پیل کوی. ”

متنبی وایې:
” د یو انسان په ښه یادولو سره هغه نوی ژوند مومی، هماغه چې که پاتې هم نه شې، نو بس دی. ”

پوهان وایې:
” جبون او بې زړه سړی په پرلپسې ډول مری، قهرمان او اتل یو ځل مری، او کله چې الله تعالی ﷻ د خپلو بندګانو په اړه د خیر اراده وکړی، د تنګسو په توپان کې هم پرې د خوب پر کالی راولی!
وګوره د أحد د غزا پر وخت په طلحه رضی الله عنه دغه ډول مطمئنه پر کالی راغلې وه، تر دې چې توره یې څو څو ځله له لاسه ولوېدله. ”

دلته بدعتیان هم خپل ځانته پر کالی لری!
وګوره نامتو اتل شبیب بن یزید د خپلې کچرې د پاسه ویده شوی ؤ، دغه راز د هغه ښځه “غزاله” هماغه قهرمانه ښځه چې حجاج بن یوسف یې شړلی ؤ، د جګړې په تاوده ډګر کې پرې د خوب پر کالی راغلې وه.

یو شاعر وایې:
” زمری وی؛ خو په جګړه کې ورڅخه شتر مرغ جوړ شې، چې په یو شپېلی تېښته کوی، ولې نشې کولای، چې د غزالې په وړاندې تبارز وکړې، او که زړه دې د مارغه په وزرونو کې دی!؟ ”

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلاَّ إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُّصِيبَكُمُ اللّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُواْ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ ﴾
ژباړه: دوی ته ووایه ” تاسې چې زموږ په باب کوم شی ته سترګې په لاره یاست، هغه له دې پرته بل څه دی، چې له دوو ښېګڼو نه یوه ده، او موږ چې ستاسې په باب کوم شی ته سترګې په لاره یو هغه دا دی، چې الله ﷻ په خپله تاسې ته سزا در کوی، یا یې زموږ په لاسونو در کوی، ښه نو اوس تاسې هم انتظار وکړئ، او موږ هم له تاسې سره منتظر یو. ”

دغه راز وایې:

﴿ وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَاباً مُّؤَجَّلاً وَمَن يُّرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُّرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ ﴾
ژباړه: ” هېڅ ساکښ د الله له حکم نه پرته نشې مړ کېدای، د مرګ نېټه لیکل شوې ده، څوک چې د دنیا د ثواب په اراده کار وکړی، هغه ته به موږ له همدې دنیا نه ور کړو، او څوک چې د اخرت په اراده کار وکړی، هغه به د اخرت ثواب ومومی، او شکر ویستونکو ته به موږ هرو مرو د هغو مکافات ور کړو. ”

یو شاعر وایې:
” په جګړه کې له قهرمانانو څخه مه وېرېږه، څه چې په تقدیر کې لیکل شوی، هغه وړاندې او وروسته کېدای نشې، له همدې امله د جګړې په میدان کې له صبر څخه کار واخله؛ په دې نړۍ کې د استوګنې لپاره هېچا ته هم د تل پاتې کېدلو چانس نه دی ورکړل شوی، د ژوندانه لباس څه د عزت او درناوی لباس نه دی، چې د یوه بد او ناوړه انسان څخه به هم ویستل کېږی! ”

علی رضی الله عنه وایې:
” په کومه ورځ له مرګ څخه تېښته وکړم، په هماغه ورځ چې لا نه و لیکل شوی، او که په هماغه ورځ چې لیکل کېده؟ له تقدیر نه وېره نشته او نه ورڅخه تېښته کېدلای شې. ”

ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایې:
” مرګ راپه زړه کړئ، نو هغه به تاسې ته ژوند در وبښی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x