
غزل: هيبت الله منتقم
هيبت الله منتقم
خدايه ختم نورداستړی انقلاب کړه
ستاپه دى لوی امتحان کې مونږکامياب کړه
غليم هيڅ زموږپه وينونه مړيږي
ربه ته يې نوراخته په خپل عذاب کړه
په خپل کلي کې ترڅوبه مونږکړيږو
ختمې دادغم شيبې اواضطراب کړه
پرې درانه درانه بمونه غورځيدلي
بياودانې مدرسې مسجدمحراب کړه
حق چې حق بولي باطل ته باطل وايي
علماء زموږمئين په حق خطاب کړه
سپين بيرغ چې پرې په ناز وهي وزرونه
بياموګران افغانستان لکه ګلاب کړه
ځاروي چې ستاپه لاره کې سرونه
خيردی مامنتقم هغوکې حساب کړه
دافـــغـــان شـــاعـــر مـــي واورېـــــدې غــزلـــي
ســــوم پــــرې خــــوښ بـــیـــا پـــه څـــوڅـــوځــــلي
شــــاعــــري چـــي ویــنــــم اوس اســـانــه سـوې
هریوچي قلم اخلي وایي شعرونه ښکلي ښکلي
په قافـــیه ســـم پــه عروض سم غنــدنـــه نسته
وایـــــي شــعــر نن شــاعر،دي خبــري ئې شمېرلي
دقافیي «روي» ئې په هربیت کي وي څرګنده
دشـــــعـــر بحــر وي مـــوزون لکه تــوري ئې تللي