د بګرام په هوایي اډه برید امریکایي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
دراپورونو له مخې د کابل په شمال کې دامریکایانو په مرکزي اډه ( بګرام ) مجاهدینو دتوغندیو برید کړی ، چې په نتیجه کې یې امریکایي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې .
امریکایي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې منلې چې په دې برید کې یې څلور تنه عسکر وژل شوي دي ، امریکایي چارواکو بي بي سي ته ویلي په بګرام دتوغندیو برید شوی چې دغه مرګ ژوبله یې اړولې ، تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې په پیښه کې څو امریکایي سرتیري زخمیان دي او دامریکایانو مالي تلفات څومره دي .
دامریکایانو په مرکزي اډه بګرام طالبانو دا برید داسې مهال کړی ، چې تیره ورځ ناوخته طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست او اعلان یې وکړ چې له دې چینل څخه به له نړیوالو سره مفاهمه پیلوي ، طالبانو ویلي چې دسیاسي بهیر پیلېدا د پوځي مقاومت داختتام په معنی نه ده ، بلکې دوی به دخپلو مشروعو اهدافو لپاره په دواړو ډګرونو کې مبارزې ته دوام ورکړي