نړیوال جام: نیوزیلینډ نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ کرکیټ لوبډلې پاکستان ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه او نړیوال جام نیمه پایلوبې ته تر ټولو وړاندې ووت.

د موهالي په کرکيټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو لپاره مهمې سیالۍ کې نیوزیلینډ پچه وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

د نیوزیلینډ اوپنر لوبغاړو تېزه لوبه وکړه او له پاور پلی څخه یې پوره ګټه واخېستله. نیوزیلینډ دواړو لوبغاړو په لومړۍ ویکټې ۶۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ له لوري مارټن ګاپټيل تېزه او ښه لوبه وکړه. هغه ۸۰ منډې جوړې کړې او د محمدسمیع په بال وسوځېد.

نیوزیلینډ په وروستیو اورونو کې د روس ټیلر د تېزې توپوهنې پر مټ ۱۸۰ سترې منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې ۱۸۱ لوړ هدف وټاکه.

پاکستان تر دې مهاله په نړیوالو یو ورځينیو لوبو کې تر ۱۷۶ پورته لوړ هدف تر دې دمه نه دی پوره کړی.

د دغه هدف د پوره کولو په تعقیب کې د پاکستان پیل تېز و. شرجیل خان په ۲۵ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې او وسوځېد. تر شرجیل خان وروسته نورو لوبغاړو کوم د پاموړ لوبه ونه کړله.

احمدشهزاد کوښښ کاوه چې تېزه لوبه وکړي خو د نیوزیلینډ ورو بالرانو هغه تر پایه شاټ ته پرېنښودلو او په پای کې د مچل سینټنر په بال وسوځېد. شهزاد په ۳۲ بالونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

شاهد افریدي تېزه لوبه وکړه خو په میدان ونه درید. هغه په ۹ بالونو ۱۹ منډې جوړې کړې. عمر اکمل هم تر پایه د شاټ وهلو کوښښ کې ناکام و. نوموړي په ۲۵ بالونو ۲۴منډې جوړې کړې.

د پاکستان پیل که څه هم ښه و، خو پای يې خورا خراب و او له همدې کبله يې په ۲۲ منډو نیوزیلینډ ته لوبه وبایلله.

نیوزیلینډ تر دې دمه ۳ لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي. لومړۍ سیالۍ کې یې هند، وروسته یې استرالیا او نن یې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې ګټلو سره نیوزیلینډ نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل ته ووت او د پاکستان نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس نېږدې نور په ختمېدو شو.

پاکستان بله لوبه له استرالیا او نیوزیلینډ یې له بنګلادیش سره لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د