ورزش

د کرکیټ قهرمانانو ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د افغانستان ګډون لپاره کمپاین پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه ۱۳۹۴ل): د کرکیټ قهرمانانو په را روانو نړیوال جامونو کې د افغانستان د کرکيټ لوبډلې د ګډون لپاره په ټولنیزو رسنیو کې پراخه کمپاین پیل کړی دی.

افغانستان اوسمهال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو وروسته په سوپر ۱۰ لوبډلو کې لوبیږي او له سري لنکا او جنوبي افریقا سره لوبو یې د کرکیټ لوبغاړي او مینه وال خورا خوشحاله کړي دي.

د کرکيټ مشهورې وېبپاڼې، ورځپاڼې او تلویزونونه د افغانستان د لوبډلې پر وروستیو لوبو تبصرې کوي او داسې ورځ نه وي چې په یوه مشهوره ورځپاڼه یا وېبپاڼې دې د افغانستان د کرکيټ په اړه څه خپاره شوي نه وي.

مایکل وارن، د انګلستان وتلی پخوانی توپ وهونکی

د انګلستان وتلي لوبغاړي مایکل وان Michael Vaughan پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې د کرکيټ نړیواله شورا ته په خطاب کې ویلي چې خپل فکر بدل کړي او په را روان نړیوال جام کې افغانستان واخلي.

هغه لیکلي «دا به ډير شرم وي چې موږ افغانستان په څېر لوبډلې په را روان نړیوال جام کې نه ګورو. دا ډول [لوبډلې] د لوبې لپاره ډير ښه او تازه کوونکي دي. آي سي سي هیله ده خپل فکر بدل کړئ».

د مایکل وان دغه ټويټ ۱۳۲۹ کسانو خوښ کړی او ۱۰۸۱ کسان بیا له نورو سره شریک کړی دي. په دغو کسانو کې د کرکيټ دوه قهرمانان سچن ټنډولکر او براین لارا هم شامل دي.

براین لارا له سچن ټنډولکر، شین وارن، کریس ګیل، ویرات کولي، ای بي ډي ویلیرز او نورو څخه غوښتي چې په دې کمپاین کې شامل شي او د [افغانستان] اهمیت وپېژني.

سچن ټنډولکر بیا د براین لارا په ځواب کې لیکلي چې دی ورسره بیخي موافق دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او عمان په څېر لوبډلې چې په کوم روح لوبې کوي، موږ دې ورستنوي چې په را روان نړیوال جام کې باید نورې لوبډلې هم واخېستل شي.

شین وارن هم د براین لارا وړاندیز تایید کړی. هغه زیاته کړې چې دی به ډير خوشحاله شي چې دغه لوبډلې په را روانو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې وویني. «آي سي سي، هیله ده خپل فکر بدل کړئ».

د یادونې وړ ده چې د کرکيټ نړیوالې شورا پریکړه کړې چې د ۲۰۱۹ نړیوال یو ورځيني جام کې به ۱۰ لوبډلې لوبیږي چې له کبله یې دوهمه درجه ډيری لوبډلې په نړیوال جام کې د لوبېدو څخه محرومیږي.

آی سي سي وايي چې د انګلستان په شمول به ۷ نورې لوبډلې چې په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې وي، د نړیوال جام لپاره انتخابیږي او پاتې ۲ لوبډلې به د ۲۰۱۷ز کال د غوراوي لوبو څخه د نړیوال جام انتخابیږي.

د کرکيټ نړیوالې شورا پر دغه پریکړې د کرکيټ لوبغاړو او مینه والو توندې نیوکې کړي دي او دا یې د نوو زیږیدلیو او نوی راپورته کېدونکو لوبډلو خلاف دسیسه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x