ورزش

نړیوال جام: انګلستان له افغانستانه په ویره کې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۴ل): د جنوبي افریقا سره د یوې په زړه پورې لوبې وروسته افغانستان کرکيټ لوبډلې انګلستان ویرولی دی.

افغانستان نن ماسپښين د کابل پر وخت ۲ بجې د ډیلي په فیروزشاه کوټله لوبغالي کې له انګلستان سره مخامخ کیږي.

افغانستان د سري لنکا او جنوبي افریقا سره سختې لوبې وکړې، دواړه یې په سختۍ مقابل لورو ته وبایللې. په ځانګړي ډول د جنوبي افریقا سره لوبې یې د کرکيټ پوهان ګوته په غاښ کړل. د ۲۱۰ هدف افغانستان ۳۸ منډو وبایللو او که ویکټې ژر نه وای غورځېدلې، ښايي لوبه یې د نړۍ له وتلې لوبډلې څخه ګټلې وه.

تېرې دوه لوبې چې څه ډول افغانستان کړي، ترې څرګندیږی چې د انګلستان لوبډلې لپاره به اسانه نه وي چې د ډیلي په نامعلومه حالاتو کې له افغانستانه په اسانه لوبه وګټي.

همدا راز انګلستان څو ځل له دوهمه درجه لوبډلو څخه ماتې خوړلې چې وروستی ځل یې د بنګلادیش په چيټګانګ کې له هالینډ څخه په ۴۵ منډو وه.

خو، پر دې سربېره انګلستان مورال تر هغه وروسته ډير لوړ شوی چې جنوبي افریقا ته یې د غره هومره لوړ ۲۳۰ منډې هدف پوره کړ. انګلستان قوي توپ وهونکي او هم ښه ورو توپ اچوونکي لري.

انګلستان پخوا له افغانستان سره دوه ځل مخامخ شوی. په ۲۰۱۲ نړیوال جام کې يې افغانستان ته په ۱۱۶ ډيرو منډو ماتې ورکړه.

وروستۍ سیالۍ

په وروستیو پنځو سیالیو کې انګلستان ۳ بایللي او ۲ یې ګټلي. افغانستان بیا دوه بایللي او درې یې بایللي دي.

څوک په چا متکي دي؟

افغانستان تر ډيره په دوه لوبغاړو ډير متکي دی. په توپ وهونکو کې تېز وتلی لوبغاړی محمدشهزاد دی چې په وروستیو لوبو کې یې خورا زړه وړونکي لوبه کړې. په توپ اچونه کې بیا ۱۷ کلن ځوان راشدخان دی چې دوه ډول بال تاووي او د ویکټ اخېستلو سربېره منډې هم کمې ورکوي.

انګلستان بیا ډيره تکیه په معین علي او جو روټ ده. جو روټ تېز لوبغاړی دی او د جنوبي افریقا سره په سیالۍ کې یې ۸۳ منډې وکړې. معین علي بیا ال راونډر یا توپ وهونکی او توپ اچوونکی دی.

لوبه کله پیلیږي؟

لوبه د افغانستان پر وخت په ۲ بجو پیلیږي. تاسو کولای شئ، د نن ټکي اسیا د لارې يې په ژوندۍ بڼه وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x