نړۍ

د بروکسل چاودنو کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او دوه سوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د بلجيم پلازمېنه بروکسل په هوايي ډګر او ميټرو بس تم ځای چاودنو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او نږدې دوه سوه نور ټپيان دي.

د بروکسل امنيتي ځواکونو پېښه کې د ککړو کسانو نيولې هڅې پيل کړې او د چاودنو له امله يې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د چارواکو په وينا څارونکو ويډيويي کمرو کې ښکاري، چې د دوو سرتېرو بريدګرو سره يو بل تن هم شته، چې له چاودنو وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

د بلجيم امنيتي ځواکونه وايي، چې درېيم تښتېدلی سړي په سر انګريزي «هيټ» خولۍ وه او پوليس يې د نيولو هڅې کوي.

د دغو چاودنو مسووليت اسلامي دولت ډلې منلی دی.

د بروکسل پوليس وايي، چې له چاودنو وروسته يې د پلازمېنې په ګڼو سيمو کې چاپې پيل کړي او په يو کور کې يې چاودېدونکي توکي، کيميايي مواد او د داعش جنډې موندلي دي.

د چارواکو له قوله د بروکسل پرونۍ چاودنې د سرتيري بريدونو په واسطه شوې وې.

د بروکسل په هوايي ډګر کې پر ځايي وخت سهار اته بجې چاودنه وشوه، خلکو هڅه وکړه، چې له دې ځايه وتښتي، دغه مهال دوهمه چاودنه هم وشوه.

امنيتي ځواکونه وايي، چې هوايي ډګر کې يې درېم بم هم موندلی او له چاودېدو وړاندې يې خونسا کړی دی.

د هوايي ډګر له چاودنو وروسته د اروپايي اتحاديې مرکزي دفتر ته څېرمه ميټرو بس تم ځای کې بله چاودنه وشوه.

چارواکي وايي، چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او نږدې دوه سوه نور ټپيان دي.

د بلجيم صدر اعظم شار مېشل دغه چاودنې غندلي او له خپل ولسه د يووالي او ارامتيا غوښتنه کړې ده.

دا چاودنې وروسته له هغې شوي، چې څلور ورځې وړاندې د پاريس چاودنو مشر مسوول عبدالسلام په بروکسل کې نيول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x