نظــر

د سنګر طالبه! مبارکۍ ته به درځم

179767 527374037309787 1521523310 n

نه پوهیږم چې خبره له کومه ځایه شروع کړم، او څنګه یې شروع کړم؟ ځکه طبعي خبره ده چې کله په انسان له ډیره مودې ورسته د خوشالۍ یوه څپه راشي نو بیا ورنه د خبرو لار او ګودر ورک شي  او د خبرو تړاو او ربط یې وشلیږي.

 پر ما هم نن یوه داسې د خوښۍ څپه راغلې، ځکه تېر مازیګر چې ما کوم جریان مشاهده کاوه خورا له خوښۍ ډک وو.او پوره دوولس کاله ورسته یوځل بیا پرون د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې  د افغانستان اسلامي امارت دسیاسي دفتر په ودانۍ کې د اسلامي امارت  سپین بیرغ چې د (( لااله الاالله محمد رسول الله ))  پاکه کلمه پرې نقش شوې وه،د یو شمیر جهادي مخکښانو په لاس دنړیوالو په وړاندي هسک او په هوا کې رپاند شو. الحمدلله

د بیرغ د اوچتیدو په مهال دخوږ ژبې نعت خوان مجاهد ورور ملافقیر محمد درویش په ساحرانه اواز کې د اسلامي امارت ملي ترانه: (( ساتو یې په سرو وینو دا دشهیدانو کور… دا دباتورانو کور… دا دباتورانو کور…)) هم اوریدل کېده، چې د اسلامي امارت د واکمني په مهال د شریعت غږ راډیو په خپرونو کې به زمزمه کیده، او یو ځل بیا یې له اوږدې چوپتیا ورسته همغه د فتحې او بریا ورځې رایادولې، او پوره دوولس کاله ورسته مو یو ځل بیا دزړونو زنګ پرې لیري کړل.

 

هوکې! هاغه سپین بیرغ چې د کلیسا بچوڼو د هغه نسکورولو ته مټې رابډ وهلې او له ټولې نړۍ نه یې د هغه  دنیست او نابود کولو لپاره هر ډول نظامي، سیاسي، اقتصادي، فکري او جغرافیایې یرغلونو ته ملا وتړله په دې هدف کې له خپل پوره زر، زور او تزویر نه کار واخست، او یو شاعر هماغه حالت په د شعر په ژبه داسي بیان کړی وو:

اهریمن خوښ دي چې زما ښکلي جوهر رانه وړي  

      واک مې په زور توره په فریب دین په منتر رانه وړي

د سره ښامار له شرمیدلې ماتې ونه شرمید

کفر یو شوی دي اسلام مو په اشر رانه وړي

 هغه کسان چې دا سپین بیرغ یې د خپل شعار په توګه په سنګرونو کې له ځان سره لیږداوه، او هغه یې د خپلې بریا د سمبول په توګه کاراوه، له  ډول ډول تعذیبونو او ربړو سره مخ شول… په B52 او کلسټر بمونو یې غوښې په هوا کې ورکې شوې، د ګوانتانامو، شبرغان، بګرام او پلچرخي په وحشتناکو زندانو کې د امریکایانو او دهغوي د ګوډاګیانو له مظالمو نه په شهادت ورسیدل، او یا هم تر اوسه د ظلم او جبر تر تتۍ لاندې شپې ورځې تیروي. څوک شل او یا ګوډ شول او چا بیا د بدن مهم اعضا له لاسه ورکړل. څوک یتیمان شول، او دچا بیا د خپلې کورنۍ ټول غړي تر خاورو لاندې شول، همدا د کلیسا بچوڼې وو چې زما محراب یې شهید کړ، او زما قران یې په اورونو کې وسوځاوه، طبعي خبره ده، ځکه کلیسا زما د مسجد له تقدس نه څه خبره ده؟

د کلیسا په زنګ ویښ شوی اذان څه پیژني   

زما ملا، زما محراب، او قرآن څه پيژني

خو دا هر څه تیریدل او افغان مجاهد ملت چې څومره ټکیده، هومره پخیده… د اسلام دې قهرمانانو بیا هم له خپل عزم نه پر شا نه شول او په تش لاس یې مقاومت دوام ورکړ، چا خپل ځان د همدې بیرغ د اعلاء لپاره د استشهاد په زیور سمبال کړ، او ځینې نورو د توحید بچیانو وسله په لاس د غلیم مخامخ مقابلې ته ورودانګل… او دا د غرور او تکبر نه ډکې طاغوتې څیرې یې تر تندریزو ګذارونو لاندې ونیولې او هغوی نه یې د راتلو لار ورکه کړه.

بالاخره دا نړیوال استعمار ګر دې ته اماده شول چې نور دې د حق لارویانو ته د سولې لاس وراوږد کړي او دې ته راضي شي چې نور یې رکود په برخه دي، نو ښه خبره داده چې که یې اشغال ستړیو، او دربدریو سره ملګری وو، انسحاب خو یې باید داسي نه وي او روغ ووزي.

بیا به ثالث عمر د حق په منبر چیغه وکړي

نور خلافت دي ټول احکام به له قرانه راځي

چې په لاسو کې ذوالفقار لرو او زړو کې ایمان

ذهینه خود به ننواتې له جهانه راځي

هوکې!

 هغه وخت ډیر رانیژدې شوی چې د اسپین بیرغ به د ارګ په ودانۍ هم ورپول شي او نور به د شهیدانو او زخمیانو وینې رنګ راوړي، د کونډو او یتیمانو ښیراوې به یې نور ددې خونخوارانو د هلاکت سبب ګرځي او شرمنده به له هیواد شړل کیږي، رټل کیږي به، او له رنګارنګ ستونزو سره به په ځپلي او ځوریدلي حالت په خپل غار ننوزي. ان شاء الله

درستې کفري نړۍ ته ماتې ورکول او یو بې وسه او بې کسه خوار طالب د هغه د سیاسي رقیب په توګه منل،  او له هغه سره د جوړ جاړي نارې وهل د هغوي د شکست واضح ثبوت دي او د مجاهدینو لپاره یوه بې سارې بریا ده، او دازادي او استقلال د ترلاسه کولو په یون کې یو ستر ګام دي چې ټولومسلمانانو په ځانګړې توګه ګرانو هیوادوالو او په سنګر کې ناستو مجاهدینو ته یې د زړه له کومې مبارکي وایو.

 دا هر څه د الله تعالی لورېینې او احسانات دي، باید د الله تعالی ددې احساناتو شکریه او قدرداني د ادا کولو فکر ولرو، او ټولې بریاوې خپل حق نه، بلکې د الهی احسان نمونه وبولو، او لوی خدای ته لاس لپه کړو چې :

اې عظیمه خالقه!  ته مو نور له دې اشغال نه خلاص کړه…او ددې ظالمانو له جبر او مکر نه مو په امان ولره… نور هم الله تعالی په موږ او تاسې د اسې د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې او شپې راولي.

ا مین یارب العالمین

محب الله وثیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x