شعـــــرونه

ازاد نظم: بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

دا په ژوند کې لومړۍ شپه وه
د ډیوې تتې رڼا ته
چې مونږ دواړه سره ناست وو
راڼه ستوري واړه څک وو
هم سپوږمۍ ؤ غوږ نیولی
دا نرۍ نرۍ وږمه به
غلې غلې تاو را تاو شوه
هر کړکي کې به شوه تمه
پټ پټ واړه کایناتو
را کتل په دغې تمې
چې زموږ خبرې واورې
نو خبرې زمونږ څه وې
خو وعده مو سره وکړه
دا وعده د مینې نه وه
نه هم چرته د وفا وه
نه هم خدای که د ګډ ژوند وه
دا وعده د انقلاب وه
د پاڅون د سر ښندنې
ما وې ګرانه چې سهر شي
ته پینځ ډزی په اوږه کړه
زه ګولۍ درسره وړمه
د خپل کلي لویه لار کې
په ها کوز کنډؤ به کینوو
ته له څرمي واړه وله
زه ګولۍ به درکومه
دا شین سترګي پیرنګیان به
ښه بې دریغه واړه مړه کړو
یا به دواړه شهیدان شوو
تر جنت به لاس تر لاسه
په ټپوسره روان شوو
کوندې پس له مونږه ګرانه
ددې کلي ژڼي پاڅي
ملا وې وتړي له څرمي
آزادۍ ته انقلاب ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x