د نن سرلیکنه

د ملي یووالي په حکومت کې د ملي وحدت ضد کړنې

نن ټکی اسيا سرليکنه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل):د ملي یووالي حکومت له منځته راتلو سره په هیواد په تیره شمالي ولایتونو کې د ملی وحدت خلاف هڅې پیل شوې.

له بده مرغه چې دا تخریبي هڅې د عادي خلګو لخوا نه ؛ بلکې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال ، په ښې حکومتولي کې د ولسمشر د سلاکار ، د دفاع وزارت د لوی درستیز او د حكومت د نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو لخوا د هیواد د میشتوقومونو د تفرُق او شیندلو په غرض پیل شوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي جنرال دوستم په فاریاب، اوسرپل کې د هغه ځای د میشتو اوسیدونکو په خلاف د وسله والو مخالفینو د ځپلو په پلمه پوځي عملیات پیل کړل.

د دغو تصفیوي!!! عملیاتو په ترڅ کې یواځي د فاریاب ولایت له المار، قیصار او پښتونکوټ ولسوالوالیو څخه ۳۰۰۰ پښتني کورنۍ د سیمې پریښودوته اړې او تري پاتې شوي ټول دار او ندار یې د دوستم د قومي ملیشو لخوا چور او تالان شول.

تر فاریاب وروسته همدا لومړی مرستیال سرپُل ولایت ته ولاړی او هلته يي هم په سنګ چارک، سوزمه قلعه اوکوهستاناتو ولسوالۍ کې تصفیوي !!!عملیات پیل کړل چې سیمه ییزو خلګو ته يې درانه ځاني او مالي تاوانونه واړول .

د هغه په تعقیب د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ښاغلی جنرال مراد علي مراد لخوا د بغلان ولایت په ډنډ غوري او شهاب الدین سیموکې تبعیضي عملیات پیل شول چې هلته يې هم ټول متضررین ځايي ولسي خلګ و او دا واقعیت په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت استازیو هم له رسنیو سره په خپلو مرکو او څرګندونو کې تائید کړ، آن تر دې چې د بغلان ولایت مدني فعالانو د جنرال مراد علي مراد د تبعیضي کړنو په خلاف په کابل ښار کې احتجاجي غونډه وکړه او په هغې کې یې د سیمې د اوسیدونکو په خلاف تر سره شوي مظالم له رسنیو سره شریک کړل.

اوس دا دی د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف کې د دغه ځای د ازبک او تاجک اوسیدونکو ترمنځ د تنظیمي او توکمیز نفرت خورولو په غرض د بلوا جوړولو هڅې کیږي چې په یاد ښار کې وروستي مظاهري یې ژوندۍ بیلګه ده.

د افغان ولس مختلفو قومونو او پرګنو د تاریخ په اوږدو کې یو د بل ترڅنګ د وحدت او اخوت خوږ ژوند تیر کړی او د ملي وحدت په برکت یې د دښمنانو ټولې توطیې شنډې کړې.

همدا لامل دی چې اوس د افغان ولس شرمیدلي دښمنان کوښښ کوي د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت ستنې ونړوي او هغوی په مختلفو نومونو سره یو د بل په خلاف تحریک کړي.

افغانان باید د دښمن دغې خطرناکې حربي ته متوجه او د خپل ملي وحدت په تحفظ سره د دښمن دا سازشي هڅې هم ناکامه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x