نظــر

پیر صاحب ! چې شاته نه شي

محمد زمان مزمل

پیر صاحب اوږده زمانه چوپ و او هغه د جهاد په دوران کې هم که د جهاد د صف په وحدت کې مزاحم نه و بلکې د اختلاف او ګډ وډۍ په اړه تر نورو محتاط و بلکې همیشه یې د ابتکار فرصت نورو ته ورکاوه .

په دې اوږده امریکایې پړاؤ کې چې تر هر چا پکې د هغه د مریدانو ټاټوبي وکړیده او ده پکې په دې کابل کې د هغوی ځورونو ، وژنو ، بند او بندیخانو بلها کړاونه تر هر چا ډير ولیدل ، زموږ د ډيرو په زړه کې همدا ګرځيدل چې ولی پیر صاحب هومره چوپ پاتي شو او د خپلو مریدانو د وژلو په اړه دغه کابل بې تفاوته کړی دی .

بیا هم پیر صاحب په دې اوږدو کورنیو جګړو کې هیڅ وخت طرف نه و او هیڅ مهال پکې د سولې مخالف نه و او هیڅ کله یې دحزب اسلامي او طالبانو پر ضد د امریکا په خاطر خامه او پیکه خبره نه ده کړي .

اوس چې هغه د سولي د شورا مشر شو او په یو ډير بد پړاؤ کې دا مسولیت هغه ته وسپارل شو او هیواد سر تاسره په جګړو کې ښکیل دی هغه پکې یوه خبره وکړه ولی پخه ، او هغه خبره یې رښتیا چې د سولې د شویو خبرو مېره ده او هغه پکې پخپله دغه خبره د سولې ټول مشران پیکه کړي او پیر صاحب په خپله اوله خبره په ډاګه کړه چې هغه ته د سولې مشري په ډې مهال یو ښه تصادف و او هغه پکې د کابلیو جهادي مشرانو په پرتله هم د سولې په ارزښت ښه پوهیږي او هم د هغې خبري جرآت لري چې بې له هغې به سوله په افغانستان کې ابدا متحققه نه شي .

پیر صاحب چې د خپل عمر په اخر کې دی او امریکا هم خپل بخت او زور په افغانستان کې امتحان کړی او هغه تر هر چا پوهیږې چې باید په یو پتمن ډول د دې افغانستان نه بښې سپکی کړی او امریکا پکې دا هڅه پیل کړي ده ولی دلته هغه ډلي چې کابل او د امریکا ډالر یي دا ۱۵ کاله مفت وخوړل هغوی د امریکا لمن نیولې چې مونږ تروریستانو ته یواخې مه پریږدی دا جګړه خو شریکه وه ، داسې دې دوستانو دا یو نیم کال امریکا یوه پیغور ته درولې ده او خپله نه جنګ پریدی او نه هم دامریکا پرته د جنګ توان لري .

په دغسی یو فرصت کې د پیر صاحب دا خبره چې ، دا جنګ یو ناروا جنګ دی او د طالب او ملا جګړه جواز نلري هغه په دې خبره د کابل لخوا د سولې لپاره د کیدونکې کار او د سولې د مشر په حیث په خپل مخکې پروت امتحان دواړه پوره کړل .

دا چې ځینې کسان د هغه خبرو وپارول دا پکې یوه طبیعي خبره ده ځکه جنګي خواوې د خپل فطرت له مخې باید هم د سولې د حقیقي غږ او د سولې د یوه رښتینی طرف سره حساسیت وښیې او پیر صاحب ته به اوس معلومه شوي وی چې ددغه ناروا جنګ ریښي چیری دې .

که پرون چا دا جرآت ونه کړ نن خو پیر صاحب پکې وروستی خبره وکړه خو دا پکې د دې خبرې نه مهمه ده چې پیر صاحب له خپلی خبرې نه شاته نه شی او د هغه ملګري د ده څنګ حوشي نه کړي .

سوله په چینګه خوله او ژواولنو خبرو نه راځي همدا وجه ده چې زمونږ په هیواد کې جرګې او سولې تر ټولو قوي اشخاصو ته سپارل کیږي .

منم چې د پیر صاحب مبارک پیل پکې یو مسیر جوړونکی پیل دی ولی تر دې د مخه پیر صاحب ته دده نور امتحانونه پاتې دي چې د طالب اړخ ته پکې زړه وره خبره له هغه نه همداسی امتحان غواړي .

دا دوه امتحانه زمونږ د ملي حاکمیت د پیچلې قضیې په اړه دې چې پیر صاحب پکې یوه زغرده خبره امریکا ته هم وکړي او هغه په ډې معنا چې د امریکا د نظامي حضور د خاتمې پرته دا جنګ پای ته نه رسی باید امریکا په نظامي لحاظ شاته شي که د افغانستان سره په سیاسي لحاظ مرسته کوی نو مخه یې خلاصه ده ،
دویم امتحان  د ګاونډیانو د مداخلې په اړه دی په دې هیواد کې د پاکستان تر څنګ د هند او ایران مداخلو هم زمونږ احزاب او ډلي ویشلي دي او روان جنګ هماغو ټولو مداخلو پیچلی کړي دی .

پیر صاحب باید د همدغسی پیچلی اوضاع په دننه کې د سولې رسالت داسې پر مخ بوځي چې دافغانستان راتلونکي ملي مصالحه د ټولو ګاونډیانو سره د یو متوازن سیاست او مشرتابه په راتلو عملي شي داسې نه چې افغانستان پکې د ایراني شته رنګ په ځای پاکستاني رنګ ته انتقال شي، ځکه دغه دسیاست انقالي مرحلې مخکې هم د شوروی نه نیولی تر پاکستان ایران او سعودي پوری امتحان شوی او یوی هم ثبات را نه ووړ . .

د افغانانو سره د شوروی اتحاد د تجاوز په مهال پاکستان او ایران زمونږ ډير نژدي دوستان و بیا هم مونږ په خپل هیواد کې د هماغه دوستۍ او د یو متوازن سیاست له مخې کولای شو ایران او پاکستان دواړه راضي وساتوو .

مخکې او د ډلو د غیر ملي سیاست له مخې چا پکې کابل د ایران په ملاتړ خووړ او چا پکې کابل د پاکستان په ملاتړ خوړ ولی هیچا پکې د یو ملي حکومت په چوکاټ کې د دې ملت مشرتابه لاسته را نه ووړ .

پیر صاحب ته د همدغسی یوه سیاست له مخې د ملي مصالحې دروند بار په اوږو شوی دی .

دا چې د حزب اسلامي هیئت پکې د پیر صاحب تر کوره را ورسید دا پکې د سولي په اړه یو مهم قدم دی ولی سوله  هغه مهال متحققه کیدای شي چې ټول درګیر جهتونه د سولې خبرو کې مخاخ او پرته له دې چې په کابل کې پناه اخیستي ډلی د سولې سره مخالفت و ښيئ او مزدوری رسنۍ د سولې په ځای د جنګولو جذبات و پاروي .

که څه هم جنګ په افغانستان کې د بهرنۍ مداخلي نه پیدا او دوام کوي ولی زمونږ احزاب او ډلې لا پکې تر ډيره د یوه ملي تفاهم وروستۍ جذبه ساتلي ده که د سولي کار زر پیل نه شي او د عربي سیمي د تحولاتو اغیز دلته هم لاره پیدا کړي بیا به هغه مهال د سولې کار ډير ستونزمن شی او هغه مهال به ډير نا وخته وي .

اوس هم زمونږ ځني ډلی په عربي سیمه کې د ایران له خوا په دې استخدام شوي ولی بیا هم نوري ډلی پکې د زغم نه کار اخلي او د ملي وحدت د خوندي ساتلو په خاطر دا د ګډودي د پړاو یو جانبي عارضه ګڼي ولی که دغه جهتونه اصلاح نه شي او یا په دې هیواد کې سوله ژر را نه شي دنیا هومره بې رابطی نه ده چې مونږ د هغو لیری ځایونو د حوادثو نه په امان کې باتي شو .

د افغانستان خلک د جنګ او اختلاف ترخه ډير وڅکل ولی بیا هم دلته د عربي سیمي په نسبت په خپله په احزابو او ملت کې اړیکې او پیښي د هغو ځایونو وحشت ته نه دې پورته شوي .

دلته که یوه یا دوه ډلی داسې شته چې زمونږ د ملي وحدت او ملي حاکمیت په اړه لږ بې باکه دی ولی پاتي نورې ډلی پکې ډيري محتاطې دی او همدا وجه ده چې د افغانستان په باب توطیئ او دسیسې ډيری ناکامې شوي او نن زمونږ په هیواد کې جنګ سر تاسري دی او سر تاسري سولې ته ټول ضرورت لري .

وروستۍ خبره

که په افغانستان کې ریښتیني سوله راځي نو هغه به د بین الافغاني تفاهم له لارې راځي .

دا په دې معنا نه چې مونږ پکې د قضیې سیمه ایېز او نړیوال بعد نادیده نیسو دا په دې خاطر چې د تفاهم اوله هسته باید افغاني جوړه شي د سفارتي هڅو لپاره پکې یو کمربند جوړ نه شي بیا به هم د یوه واحد ملت مقدر د سفارتي افغانانو پوري تړلی پاتې شي او د سولې په ځای به پکې د جنګ تدبیر نیول کیږي .

پیر صاحب پکې د سولي دریم مشر دی چې که دا هم ناکام شو او یا په ناکامه لار ولاړو بیا به دا روان جنګ یو نوي پړاؤ ته اوځي .

دا چې کابل نن ډلی ، ډلی شو دا پکې د سولې لپاره یوه مقدمه ده چې پیر صاحب دغه ډلی د سولې پر ضرورت قانع کړي او د همدی ځایه د سولې لپاره ضروري تحول پکې خپله لاره اسانه پیدا کولای شي ،ولی پیر صاحب باید په دې باور وکړي چې د سولې کار په یوه قوي جذبه پیل نه شي او د سولې د مشرانو خبرې پکې غوصی نه وي جنګي طرفونو ته له دې پرته هر څه ټوکي تکالې ښکاري .

طالبان په اول پړاؤ کې د سولي کاروان و او هومره قوي ولاړل چې هر څه یې بدل کړل ولی د بده مرغه چې هغوی پکې سوله سیاسي کړه او په کابل یې قبضه ولګوله او همدا د طالب اشتباه وه چې د طالب د سولي لښکرې په یو طالبي حکومت بدل کړ چې دا په هیڅ هیواد کې او پّ افغانستان کې هیڅ عملي نه وه  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظریف ۰ افغان

مزمل صاحب لاهم دهغه زاړه خره پر ډیډو سپور دی چي هر څومره حالات وویني حقايق وویني خو بیا هم حزب حزب پکي یادوي او دطالب حکمت عملي ته دانحصار نوم ورکوي دده دا دریځ به پرنوموړي ډیر خلک بې باوره کړي ځکه دی له دومره مطالعې سره سره لاهم نا خبره دی او دطالب حقیقت یې ندی درک کړی طالبان چي کله ټوپکسالارانو په خلاف راپورته شول نودګلبدین په شمول یې دټولو جګړه مارو ټغر ورټول کړخو کله چي وپلازمینې کابل ته ورسیدل نو یې تحریک په امارت بدل کړ ددې دپاره چي انحصار یې نه غوښت دا چي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x