ټولو افغانانو ، د نړی مسلمانانو او ټول مظلوم پشریت ته په قطر کی د اسلامی امارت د دفتر پرانستلو مبارکی : h

مسلمانانو ورونو اسلام علکیم :
مسلمانانو ورونو ، د قطر دفتر او نه دفتر په خپله کومه مهمه او لویه خبره نه ده ، مهمه داده ، هغه اسلامی امارت چه پخوا نړیوال استعمار د خپلو خبرو سیال نه ګاڼه ، بوش به ویل چه د طالبانو سره هر ډول خبری د طالبانو ( تروریستانو ) په رسمیت پيژندل دی . ولی نن نړیوال استعمار تر دی کچی ښکته او  کمزوری شو چه د خبرو کو لو د پاره د اسلامی امارت د پاره په قطر کی طالبانو ته له ډیرو چاپلوسیو او ننواتو وروسته د طالبانو سره د خبرو کولو د پاره دفتر خلاصوی ( چه ځینی یی د سیاسی  اړیکو د پاره عادی دفتر او ځینی یی بیا سفارت ګڼی ) . دا د اسلامی امارت د مجاهدینو د هغه زور نمایش او زیری دی چه الله ور په برخه کړو .

 دا دفتر نه بلکه د طالبانو د زور ،  قوت او د الهی بی ساری نصرت  په رسمیت پیژندنه ده  ددغه لوی بری د لاسته راوړنی په خاطر زه د اسلامی امارت مشرانو ، کشرانو ، ټولو پلویانو ، د افغانستان مجاهد اولس ، د نړی اسلامی خوځښتونو ، اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت ته ددی د اسلامی امارت ددی بی ساری بریالیتوبونو  مبارکی وایم او دا بریالیتوب د اسلامی امارت د مچاهدینو د مټو زور نه بلکه د الله چ نضرت ګڼم .  الله ج دی ریا نه کړی  د پرون شپی د تهجدو په لمانځه کی می د الله ج ددی اولنی لویی رسمیت پیژندنی د بریالیتوب شکریه ادا کړه او د نورو ټولو پرله پسی بریالبتوبونو د پاره می د دعا لاسونه پورته کړل چه الله ج د اسلامی امارت د قیادت لاندی په افغانستان کی د اسلامی نظام سره سوله او هوساینه راولی ، نور دی الله ج  په ځانګړی  ډول زمونږ ملک او  په عمومی کچه په  ټوله اسلامی نړی  او مظلوم بشریت  کی  د استعمار او استثمار مزی لنډ کړی  او  اسلامی نظام دی الله ج  زمونږ په ګران هیواد افغانستان او ټوله بشری نړی کی حاکم او  پیاده کړی    امین

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د