
غزل: همدرد تڼی
همدرد تڼی
زه دې په ارمان ښه يم چې ومرمه
ورک له ځانه ځان ښه يم چې ومرمه
لپو کې دګل په څير درومرمه
يره که باران ښه يم چې ومرمه
زه د دې هوښيارو سره ضد کې ښه
زه ورسره وران ښه یم چې ومرمه
ته دلته دمه شه دلته ساه واخله
زه روان روان ښه يم چې ومرمه
ته لکه بې ننګه ذات دسترغلام
زه پکې ويجدان ښه یم چې ومرمه
ياهمدرده سمه تماشه ده نو
ځانته مې حيران ښه يم چې ومرمه