نظــر

دسیاسي بندیانوډله ییزه وژنه

دوروستيو راپورونو اودسیمه ییزوخلګودویناله مخي په روانه میاشت کي دکندهار ولايت په  ارغستان ، بولدک او تخته پول  ولسوالیوکي دوه دیرش (۳۲)تنه طالب اسیران  ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ مربوط اوسرحدي پولیسوله خواپه  ډله ییزه توګه وژل شوي دي .

دعیني شاهدانوپه ویناچي :شپږتنه بندیان دارغستان په بالاژړه کي ،اووه کسه شین نري کي  اوپنځه تنه توره ګاره  کي  ،اته تنه دتخته پول ولسوالۍ په بوزوڅوکۍ کي  اوشپږتنه اسیران دبولدک ولسوالۍ په قرارګاکي دامنیه قوماندان (رازق) په شخصي زندان کي  شهیدان شوي دي .

وژل شوي کسان  لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي  اوبیاله بندخونوڅخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلوځایونوکي په شهادت رسول شوي دي .

سیمه ییزخلګ وایې چي : داسیرانوپه یادو شوو ډله ییزو وژنوکي دکندهاربرحاله امنیه قوماندان (رازق )لاس لري   .رازق تردې مخکي هم عام خلګ اوطالبان ترنیولووروسته وژلي اوجسدونه یې په لیروځایونوکي غورځولي چي وارثان یې په میاشتومیاشتوله مرګ اوژوندڅخه ناخبره وي .

رازق دکندهارښاراوبولدک ولسوالۍ په  شخصي زندانونوکي ،طالبان او دویش په مشهوربازاراومنډیې کي هغه تجاران چي نوموړی (قوماندان )ته ټاکل شوی  باج نه ورکوي په دغوزندانونوکي ساتي ،هغه کسان بیابیرته خوشي کوي چي ډیري پیسې ورکړي اودبیالپاره ټینګه ژمنه وکړي  چي پرټاکل شوي  وخت به معلوم  رقم باج قوماندان ته ورکوي .

دسیمه ییزوخلګوڅخه مي اوریدلي چي  دقوماندان رازق په شخصي محبس کي په وارواربندیانو ترشکنجولاندي ساه ورکړې ،حتی څوکیسې خومي داسي اوریدلي چي قوماندان رازق په مستقیمه لارښوونه اوخپلولاسونودځینوبندیانوڅخه لاسونه اوپښې پرې کړي اوپه همدې ډول یې اسیران له ژونده بې برخي کړي دي .

دغه قوماندان دمځکوپه غصب ،دمخدره موادواووسلوپه قاچاق ،ادارې فساداودملي تجارانوپه تهدیداووژنه هم تورن دی .

دعاموخلګوسره زورزیاتی اودسیاسي اسیرانوانفرادي اوډله ییزي وژني  که ظاهرادقوماندان رازق له لوري ترسره کیږي ،خوواقعیت دادی چي دکندهارټول چارواکي په دغه وژنواوجنایتونوکي شریک دي ،ځکه دالومړی ځل نه دی چي بندیان وژل کیږي اویادولسي خلګوسره ناوړه چلندکیږي په ځلونوورته پښي ددغه ولایت په مختلفوولسوالیوکي ترسره شوي دي ،په ځینوسیموکي یې په غبرګون کي خلګولاریونونه هم کړي خونه یوازي داچي ګته یې نه ده کړې بلکي همداخلګ دطالبانودپلوۍ په شک لانورځورل شوي ،نیول شوي اوشهیدان شوي دي .بېلګه یې تېره میاشت میوندولسوالۍ کي دمظاهره کونکووژنه اونیونه ده !چي دیرغلګرواوداخلي عسکرودهغه کرغیړن عمل چي دچاپې پرمهال یې یوه افغانه میرمن وهلې اوپنځه تنه ولسي وګړي یې بې پلمې بندیان کړي وومظاهره وکړه .

دکندهارڅخه وروستي راپورونه ښیئ چي ددغه ولایت په مختلفوولسوالیوکي داربکیانو،خادیانواوسرحدي عسکروله خوادعلمیاتوپرمهال دولسي خلګوسره خوراسخت چلندکیږي ،په دغه ولایت کي دکابل ادارې  دبیلابیلوارګانونو موظفوعسکرله لوري دولسي خلګود نیولو ،وهلو اووژلووحشیانه لړۍ روانه ده  .

دکابل دمنفوررژیم په ملکي اوپوځي ارګانونوکي  تبعیض ،تعصب ،ډلبازي ،فساداوجاسوسي  حاکمه ده ،ملي اوبشري ارزښتونه ،سیاسي اخلاق ،نیاواودملي ګټوبه نوم څه  نه  پکي پیژندل کیږي   .

داسیرانوپه تېره دسیاسي بندیانووژنه دبشري ،مدني اوجنګي قوانینوڅخه داسي ښکاره  بغاوت دی ، چي په هیڅ ډول نشي  توجیه کیدلای .دډیموکراسۍ عسکرچي دنړۍ په هره لویه اووړه پیښه کي دحقونواوقوانینونارې وهي دلته په مستقیمه اوغیرمستقیمه توګه  داسي وحشي کړنوکي ښکېل دي  اویایې ترپوزي لاندي ترسره کیږي،چي په نوروهیوادونوکي همداډول وحشت دځان لپاره دپوځي مداخلې اویرغل مجوزګڼي  .

خوپه افغانستان کي بیاهرڅه برعکس دي ، په پټه اوښکاره په انفرادي اوډله ییزه توګه  سیاسي اسیران وژل کیږي ،په زندانونوکي دسیاسي بندیانوشکنجه کول اوپه کلونوکلونوبې محاکمې په بندکي ساتل عادي دودګرځیدلی دی  او…. .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x