افغانستان

د ناټو قومندان د کندز روغتون په بمبارۍ بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ناټو نوي عمومي قومندان «جان نکلسون» په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون د بمبار په پیښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو بخښنه غوښتې ده.

جان نکلسون تېره ورځ کندز ته د خپلې مېرمنې په ملتیا تللی و او هلته یې د ولایت په ودانۍ کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان له غړو او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د ملاقات په ترڅ کې وویل:

«زه له تاسو سره په دې غم کې شریک یم، له تاسو بخښنه غواړم، دا ډیره مهمه ده چې ورته پیښې بیا تکرار نه شي».

نوموړي زیاته کړه:

«د ناټو قومندان په حیث مې وغوښتل چې پخپله کندز ته لاړ شم او د پیښې له قربانیانو او د کندز له ولس څخه په ټینګه بخښنه وغواړم، زه ستاسو په درد او تکلیف خفه یم او په ډیره تواضع او احترام له تاسو بخښنه غواړم».

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې امريکايي جنګي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې د ځینو سرچینو په قول، له امله یې د ډاکټرانو، طبي پرسونل، ناروغانو او د ناروغانو د پايوازانو په ګډون له اتياوو زيات کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

هېره دې نه وي چې د ناټو پخواني عمومي قومندان هم په خپل وار د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له بمبار وروسته بخښنه غوښتې وه او هغه مهال له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې خوښې څرګنده شوې وه چې د ناټو قومندان له ولسمشر سره ټلیفوني اړیکي نیولي او د ولسي افغانانو په وژنې یې بخښنه غوښتې ده.

ولسمشر غني همدا راز ژمنه کړې وه چې د پېښې د څیړلو په موخه یې «باصلاحیته او غیر دولتي پلاوی ګومارلی دی تر څو پېښې وڅېړي او راپور یې د ټولو په واک کې ورکړي»، چې د میاشتو په تيریدو یې لا هم پایلې نه دي اعلان شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه د عامو ولسي افغانانو له بمبارولو وروسته د هغوی په وژلو بخښنه غواړي، امریکايي او ناټو ځواکونو په تيرو پنځلسو کالونو کې تل د ولسي خلکو د وژلو او بمبارولو وروسته په رسنیو کې بخښنه غوښتې او نږدې له هرې پیښې وروسته یې د نه تکرار ژمنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک اولس

حیرانوونکی !!!!! دا اول ځل دی چه د کندوز فاجعه رامنځته شوی د کندوز فاجعه نه اولنی وه او نه به اخری وی ، بیا د دوی په پخښنه به هغه شهیدان راژوندی شی چه دوی د نړیوالو قوانینو په سرغړونه په شهادت ورسول ، دوی خبر وو چه هلته یو طالب هم نشته او که وی هم ، باید د هغو نورو د خاطره طالبان هم نه وی هدف کړی . ښه ده بخښنه یی وغوښتله خبره ختم شوه امریکایان ښه خلک دی چه څوک مړه کړی بیا بخښنه غواړی او کورنیو ته یی د هغه شهیدانو بیه ورکوی… نور لوستل »

محمد محمدی

دالله په واک اولس دالله بنده دومره زر ولی خفه کیږی صبر وکړه او نا امیده کیږه مه دوی به وباسو او په زور یی وباسو انشاالله که لری وی او که نږدی دالله په نصرت به دوی څخه دڅو پیړیو دتاوانونو تر څنګ به له دوی څخه جزیه هم اخلو که نه مسلمانیدل او ددوی ملندی خلاص دی او نه ددوی دروشنفکری اوکفری متلونه نور نه چلیږی او نیکولسن نه تاته چا ویلی چی عاجزی وکړه او عاجزی څنګه کوی تاسو خو لکه بوش اوباما او دونالدی لالا دی دخدایی دعوی مو په رنا ورز دبین المل دسترګو په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x