نظــر

د جمهوري رياست د چارو په اداره کې څه تيريږي؟

لیکوال: سید نثار

په پښتون ضد او افغان ضدو دې کابل وخوړه
پاچا بخښو دې نه زموږ حق دې پر بل وخوړه!

د جمهوري رياست د چارو په اداره کې څه تيريږي؟

ولې، څنګه او د چا لخوا پښتون وژنه دومره په درز کې روانه ده؟

په نږدې وختونو کې د جمهوري رياست د چارو له ادارې څخه نږدې ۵۰ په سلو کې ځوان پښتانه کدرونه له دندو لرې شول!

د چارو د ادارې د فساد جرړه په دې اداره کې د انسانانو په جامه کې ځيني شعوری تربیه شوي فاشیست اشخاص دي، چی نومونه یی په لاندی ډول ذکر کیږي.

۱.کامله صديقي (د چارو ادارې مالي او اداري مرستياله)

۲. سبحان روف (د چارو ادارې د نظارت او تفتیش مرستيال)

۳. احمد جمشید (د کامله صديقي د دفتر آمر چی دا مهال د بشري سرچینو د مرستیال په توګه چی په حقیقت کی د ټیم له خوا رييس ټاکل شوی او خاصه پروژه ورکړل شوې)

۴. حميدي (د چارو ادارې د عمومي رييس سلاکار او د اداره امور د خاصو پروژو رييس).

دا چې ولې؟ صرف ددې لپاره چې ددې ادارې مشرتابه د ځوانو پښتنو کدرونو د ځپلو قسم کړی او دا له هغو سترو پروژو څخه يوه پروژه ده چې له بل پلوه ورته ورکړل شوې ده او د افغانانو په جامه کې دا فاشیستان پکې د همغو پښتون ضد او افغان ضد کړيو پر مټ بشپړ بريالي روان دي.

د چارو ادارې د نظارت مرستيال چې د ارګ ماڼۍ ته د پښتون قوم د سترو دښمنانو د پروژو د پلي کولو لپاره راننويستل شو خپلو موخو ته د رسيدو لپاره  ددې ادارې د مالي او ادارې مرستيالې (کامله صديقي) او د چارو ادارې د عمومي رييس سلاکار او د خاصو پروژو رييس (حميدي) په مرسته لومړنی کار له همدې ځايه شروع کړ چې څنګه او په کوم ډول وکولای شي هغه ځوان پښتانه کدرونه چې دې ادارې کې په دندو ګمارل شوي وو بيرته د ارګ له دروازو څخه وباسو!

دا چې راننويستل او بيرته ويستل د (منابع بشري رياست) دنده ده، نو په همدې اساس پورتنيو درې واړو فاشیستانو د چارو ادارې د منابع بشري رياست په رييسې (ويکتوريا غيوري) بشپړ فشار راووړ چې په دې اړه بايد ورسره همغږی شي. ويکتوريا غيوري په لومړي ځل له دې کاره بخښنه وغوښته نو هماغه وو چې پرته له کوم قانوني مشکل د دندې پریښودو ته مجبوره شوه.

ويکتوريا غيوري هم کراره کينناسته او د خپل حق د غوښتنې لپاره يې له لومړۍ ميرمنۍ (بي بي ګل) څخه مرسته وغوښته او هماغه وو چې بي بي ګل د نوموړی د حق د نه ضايع کيدو لپاره بيرته پرې وروتپله، ويکتوريا غيوري په دې پوه شوه چې دا حلقې په هر صورت د پښتنو کدرونو د ختمولو لپاره مټې رانغاړلي دي، نو نوموړې هم د دې حلقې له نورو دسيسو څخه د ځان ساتنې په پار دې حلقې ته په بشپړه توګه ځان تسليم کړ.

په ډير حساس وخت کې ددې پروژې د پلي کيدو ټولې چارې ددې ادارې مالي او اداري مرستيالۍ کامله صديقي واخيستې او هماغه وو، چې په ويکتوريا غيوري يې د نه باور له امله د منابع بشري رياست ټولې چارې خپل د دفتر امر (جمشيد جان قند) چی ۤپرې ډیر ګران دی وسپارلې.jamshed qand

جمشيد چې د کامله جانې پر مخ خبره نشي کولای، له فرصت څخه په استفادې د کامله جانې تر څارنې لاندې ددې ادارې د نظارت له مرستيال (سبحان رووف) څخه د (فرشتې) نومی  انجلی (چی پخوا یی ملی تلویزیون کی دنده پر مخ وړله) د ځای پر ځای کیدو خبره وروستې کړه، سبحان رووف ته ددې سترې پروژې د پلي کيدو لپاره د جمشيد په خوله د فرشتې ګمارنه ډيره عادي خبره وه او په سبا يې فرشته جانه له ځانه سره ځای پر ځای کړه. جمشيد جان له يوې خوا د هر ليوه ډول ته ګډيده: له يوې خوا کامله جانې ته چې نږدې اړيکې يې ورسره درولودې او له معاش نه علاوه به يې مرستې هم ورسره کولې او له بلې خوا د سبحان رووف، ځکه چې د نوموړي په خوله يې (فرشته جانه) چې د پنجشير ولایت ده، له ځانه سره په دنده ګمارلې وه.

له بلې خوا ښاغلی سبحان رووف هم له راتګ سره يې سم د نظارت معاونيت له دوه تنو جينکو (شايسته بابک او پلوشه) د نامشروع غوښتنو په اساس له دندې ګوښه کړې، او د وخت په تيريدو وه چې دواړه (شايسته بابک او پلوشه) د سبحان رووف تر ټولو ښې ملګرې جوړې شوې، او ددې ادارې تر ټولو رازداره سيستم چې ۳۶۵ نوميږي (۳۶۵ د چارو اداری نوی جوړ شوی اداري سیسټم دی) کی، د اډمينانو په توګه په دنده وګمارلې او په دې توګه يې خپلو غيرمشروعو کړنو ته دوام ورکړ.

کامله جانه چې نن څو کاله مخکې د کابل په کچه بهترينه خیاطه ګڼل کيدله، نن د چارو په اداره کې د پښتنو د ځوان کدرونو پر برخليک لوبې کوي.

نوموړې په ډيره بې شرمۍ خپل ورور چې خالد صديقي نوميږي او رواني حالت يې په ډير بد حالت کې دی، پخپله دفتر کې د مامورينو د ملکي خدمتونو د قانون خلاف په ډير لوړ معاش په دنده ګمارلی دی. له بلې خوا يې خپل خواهرزاده (نادري) په مالي رياست کې د مرستيال په توګه په دنده ګمارلی دی.

ددې ټولو کړنو سربيره کامله جانې د خپل حکومتي موقف څخه په ګتې اخيستنې سره خپل شرکت (کاويان) لپاره ګنې پروژې اخیستي دي چې روڼ مثال يې د نوموړې لخوا له AWDP  څخه د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت درې بيلابيلې پروژې ترلاسه کړي دي.

نوموړي مثلث (کامله صديقی، سبحان رووف او حميدي) د چارو ادارې د تصفيې د پلان الهام خدای خبر د کومو سیاسي موخو لپاره له کوم ځایه ترلاسه کړې اما دا واضح ده چې قرباني او د سون توکي یی پښتانه دي.arg

هاغه ځوانان له ولسمشرۍ ماڼی ویستل کیږي چی د ښاغلي ولسمشر لپاره د ځان او مال قربانیو تر څنګ خپل مړي د انتخاباتو تر ختمیدو په کور ساتلي وو او د وطن جوړونې احساس یی تر بل هر چا لوړ وو.

اوس نو ګیله له چا وکړي؟

له خپل ځانه، له هاغه پښتنو ځوانانو له تجارانو هر یو عاطف مشعل، ضیا عبدالرحیم زی، او که د چارو ادارې له وکدارانو ښاغلي سلام رحیمي، نعمت الله ثایر او که له ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غنی نه  چی دا ټول یی پر زوریدلي ولس حاکمان کړي.

یادونه: د ټول ذکر شویو معلوماتو په اړه ټول اسناد په لاس لرو او د اړتیا په صورت کی به یی د وطنوالو پر مخ کی کیږدو. همدارنګه نور ډیر اسناد چی کولای شي د چارو ادارې ټول حقایق رابرسیره کړي د وخت مطابق به یی له ولس سره شریک کړو.

تر بیا !! ډیر ژر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
SALAM KHAN

SHA KHABAR DEY ASALAM ALAIKOM
KHO RASEY AWAL HAGHA BE NAMOSAAN TER POSHTANEY LANDEY RAWALOO CHE
DA ASHRAF GHANI PA GHAREH YE PA DEERA LOYA KHOSHHALY AOW SAR LWAREY SARA DA GOLOONO GEEDEY ACHAWALI

WASALAMCHEREY DEY HAGHA DA WATAN DOSHMANAN

الحاج استا ذ بیانزی

سید نثار جانه ، پښتانه بیا وایی [ هغه پښتون نه دی او هغه مسلمان نه دی چه په دغه ناوړه ، غلامه او فاسده اداره کی او هغه هم به ارګ کی ماموریت لری ، د اشغالګرو په تبل شوی اداره کی چه هر څوک دی او هر چیری دی هغوی غلامان دی ، ډیر ښه کار کوی خدای دی وکړی چه د پشتنو مشر خسی کړی او د ټولو هغو پشتنو میرمنی تری خبلی کړی چه د بادارانو د قوماندی لاندی اچیران دی ، همدا چه کامله صریقی څه وایی او څه د پشتنو په مقابل کی ترسره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x