نظــر

طالبان په جګړه کې ګټونکي دي؛ ځکه خبرې نه کوي

لیکنه: ټام حسین
(د پاکستان او سیمې په چارو کې د الجزیرې کالم لیکونکی)

ژباړه او لنډیز: مصطفی نوري

لیکوال، ټام حسین
لیکوال، ټام حسین

د څلور اړخیزو ناستو د غړو هیوادونو هغه هڅې ناکامې شوې چې غوښتل یې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي. که څه هم د څلور اړخیزو غونډو دیپلوماتان له دې ناستو څخه د طالبانو انکار ته د «تاکتیک» په سترګه ګوري او لا هم په دې فکر دي چې طالبان به د پاکستان د فشار په نتیجه کې خپل تصمیم بدل کړي، خو په افغانستان کې روان وضعیت داسې څه نه لري چې طالبان د کابل حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې د طالبانو زعیم ملا اختر محمد منصور د خپلې واکمنۍ واګي پوره نه دي ټینګ کړي، له افغان حکومت سره خبرو ته کښیناستل به د طالبانو لپاره مصیبت باره پایلې ولري.

د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه طالبانو ته یو ډول سیاسي مشروعیت ورکوي او د یوې ترهګرې ډلې چلند ورسره نه کوي.

امریکا طالبانو ته د «وسله والې ډلې» څخه پورته بل سخت نوم دی ورکړی، په داسې حال کې چې له طالبانو سره جګړه ورځ به ورځ زور اخلي د امریکا دفاع وزارت طالبانو ته د سولې پروسې د برخوال په سترګه ګوري.

د دغو تسمیو او اصطلاحاتو لامل دا دی چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې واکمني او ثبات ټینګ کړی، که څه هم د دغه ثبات په ټینګښت کې له زور څخه کار اخیستل کیږي.

په دې باید اعتراف وکړو چې د ناټو ځواکونو لخوا د جنګي ماموریت له پای ته رسولو سره جوخت طالبانو د سیمو په نیولو لاس پورې کړی. افغان ځواکونه که د شمېر له لحاظه هرڅومره زیات وي، خو دا خبره اوس واضحه ده چې که طالبان د یوې سیمې د نیولو هوډ وکړي، افغان ځواکونه یې مخه نه شي نیولی. په کندز کې مو ولیدل چې ۲۰۰۰ طالب جنګیالیو ټول ولایت ونیوه، همدا راز په هلمند کې طالبان په پرلپسې ډول سیمې تر واک لاندې راولي او افغان ځواکونه د مرکز پر لور د شاتګ په حال کې دي.

په همدې حال کې د غزني ولایت، چې د کابل په ګاونډ کې پروت دی، امنیه قومندان خبرداری ورکړی چې که مرکزي حکومت یې د مرستې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، ولایت به د طالبانو لاس ته ولویږي او بیا یې دی مسؤول نه دی.

طالبان د خپلې جنګي ستراتیژۍ له مخې همیشه د افغان ځواکونو پوځي سرچینې تر فشار لاندې نیسي، چې په دې توګه افغان ځواکونو ته خپل ډیروالی په ښمر نه ورځي.

د طالبانو بله ځانګړنه دا ده چې په نیول شوو سیمو کې د پوځي تاسیساتو جوړولو ته ضرورت نه لري. د طالبانو ټوله خواري دا وي چې یوه کوچنۍ ډله د سیمې د کنټرول لپاره وټاکي، چې ډیری یې د هماغې سیمې اوسیدونکي وي، دغه ډله د خپل ولسوال او والي تر هدایت لاندې کار کوي خو د اړتیا په صورت کې له ګاونډیو ولایتونو څخه هم مرسته ترلاسه کولی شي.

د طالبانو دغې جنګي ستراتیژۍ له یوې خوا په افغان ولس کې اندیښنې راټوکولي، او له بلې خوا یې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت دواړو مشرانو په مینځ د اختلاف درزونه پیدا کړي. ولسمشر د پاکستان په کومک له طالبانو سره د مذاکراتو غوښتونکی دی، خو اجرائیه رئیس د دغه نظر په ټینګه مخالف دی.

په پای کې دې نتیجې ته رسیږو، چې د ګډحکومت د کورني ګړبیدلي وضعیت او ورسره جوخت د طالبانو د بریدونو او پرمختګونو په جریان کې د څلوړاړخیزو غونډو زوال حتمي دی. آن که طالبان خبرو ته حاضر هم شي، دا پروسه به لغوه کیږي، که لغوه نه شي، ځنډیدل خو یې حتمي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
saeed tasal

خه خبره ده زه هم دی نظر سره موافق یم/مننه/ددعا په هیله

خپلواک اولس

دا سمه ده چه جنګ کی هم برلاسی دی الحمدلله ، خو که جنګ کی برلاسی هم نه وی د غلامانو سره به یی د روغی جوړی په اړه خبری نه وی کړی ، دلایل یی دا چه : لمړی : هغوی بیچاره ګان په هغه ورسپارل شوو دندو کی هم د اشغالګرو د دستور او قوماندو انتظار باسی نو طالبان د هغه چا سره ولی خبری وکړی چه د بل قوماندی ته په انتظار دی ، ولی هماغه د قوماندی اصلی منبع سره چه هغه اشغلګر دی خبری ولی نه کوی . دوهم : هغه غلامی اداری سره خبری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x