نظــر

طالبان، د دفتر او سنګر اتلان

talibanدا چې پرون مازیګر د طالبانو له لورې په قطر کې له امریکایانو سره  د مذاکراتو او جوړجاړي په موخه سیاسي دفتر پرانستل شو او ټولو نړیوالو رسنیو هم د خبر نوعیت ته په کتلو سره ښه په درز کې نشر کړ،  په تیره بیا په سوشل میډیا ( فیسبوک، ټویټر، مای سپېس، لینک ان…)کې هم ښه په زور او شور سره د دفتر د پرانستنې دمراسمو کوریج وشو،

 او ورسره د طالب نماینده ګانو مرکې، بیانونه، د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه، د بیرغ پورته کیدل او له الف نه تر یا پورې ټول مراسم د الیکترونکی او چاپي مطبوعاتو په مخ د انځوریز او ویډیویې راپورونو په شکل کې  نشر شول،   دا ددې ښکارندوینه کوي چې نوموړي خبر د سیاسي او غیر سیاسي کړیو په وړاندې  خورا مهم او ارزښتمن دي.

 

زیاتره پوځي او سیاسي کارکونکي په دې اند دي چې کیدای شې نور به  ددې دفتر  په خلاصید و په هیواد کې روان اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي، او امریکا د وتلو لپاره هسې د وړو پوزه جوړوي چې په یوه نه یوه لار د مصنوعي جوړجاړي په ترسره کولوغواړي نور له سیمې نه پښې سپکې کړي او په افغانستان کې له خپل نظامي حضور  نه لاس په سر شي.

خو یو لړ سیاسي شنونکي په دې ویره کې دي  هسي نه چې امریکا خپل ناروا حضور ته د جواز لپاره طالبانو ته دسیاسي دفتر د خلاصیدو او هغوي مذاکراتو ته په رابللو سره خپلې ذاتي ګتې تضمین کړي او په افغانستان کې ددایمې اډو د جوړولو لپاره د طالبانو دراضي کولو هوډ ولري، او په یوه نه یوه لار طالبان له روان نظامي ډګر نه پر شا او د خبرو اترو په پیچلي بهیر  کې مشغول وساتي.

خو دا خبره تر ډیره برید ه په دې د باور وړ نشې بلل کیدا ی چې د امریکایې ځواکونو نظامي حالت  او دهغوي د پوځیانو رواني ناروغۍ، د افغانستان له جنګ نه د امریکا د متحدینو بې زاري، په امریکا کې مالي زیانونه او اقتصادي رکود او یولړ داسې نور فکتورونه ددي سبب کیږي چې امریکا باید نور خپل پوځیان د جګړې له ډګره وباسي. کنه نور هم کیدای شي په ملي او بین المللي سطح له هر اړخیز زوال سره مخ شي

دا چي طالبانو په داسي حالاتو کې له امریکا سره ددفتر په خلاصولو باندې هوکړه کړې او پرون یې دفتر رسما پرانیست، دې سره یو لړ د سیاسي چارو کارپوهان اندیښنه لري چې ایا ددې دفتر خلاصول او د مذاکراتو رسما اغاز خوبه په روان جهادي مقاومت اغیز نه کوي؟ او ایا  امریکا خو به دا پلان د جهادي مقاومت د ټکني کیدو لپاره د يوې حربې په توګه نه کاروي؟

ددې پوښتنې جواب هغه وخت ښه روښانه شو چې پرون طالبانو د مذاکراتو د دفتر له افتتاح نه څو ساعته ورسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ایمیل ولیږي چې پکې لیکي وو: (( تیره شپه شاوخوا لس بجې  داسلامی امارت دمجاهدينو لخوا په هیوادکې په لويه امريکايي ځاله بګرام هوايي ډګر باندي ۲لوی  توغندي په نښه وار شول  چې له امله يې په امريکايې  مرکز بګرام کې  زورور اور ولګيد ، لومړنۍ معلومات ښيي چې ۴ امریکايي عسکر ځای په ځای وژل شوي ۶ تنه نور شدید ټپيان دي او د سر دزیانونو ترڅنګ  دروند مالي زيان هم اوښتی دی))

ددې خبر برید نړیوالو رسنیو چې په کتار کې یې بي بي سي هم راځي، تائید کړ په داسې حال کې چې یادې رسنۍ ورته پېښي په ډیر کم مقدار نشروي او زیاتره وخت تله پرې تیروي.

مجاهد وړاندې لیکې :  چې امريکايی اشغالګرغواړې په افغانستان کې دځان لپاه اوږدمهاله اډې ولري ، خو په مقابل کې يي داسلامی امارت مجاهدینو هم ټولې هغه آمادګيانې نيولې دي چې دامريګايي ځالګيو په لمنځه وړلوکې مؤثرتماميږي.

له دې حملې نه څو ساعته لا نه وو تیر شوي چې قاري محمد یوسف احمدی رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې وویل چې ددوی نفوذي شپږ تنه مجاهدینوپه هلمند ولایت کې په یوه پوسته کې موجود پنځه تنه کورني عسکر دهغوي د قمندان شیرعلي په شمول  وژلي، د هغوي اسلحې او ګڼ شمیر مهمات یې ورسره وړي دي. او روغ رمټ تر مجاهدینو پورې رسیدلي دي.

دا چې نن مازیګر د ددفتر افتتاح  له مراسمو نه کابو څلورویشت ساعته تیریږي لا هم د طالبانو ویبپاڼه الاماره کې د تیر په څير د حملو او راکټي بریدونو ا و چاودنو مسلسل خبرونه نشر کیږي  او نن تر دې مهاله  (ماسپښین څلور بجې)  په ټول افغانستان کې دترسره شویو حملو شمیر ۱۱۰ (یوسل او لس)  پېښو ته رسیږي، چې د تیر په څیر ګړندي ، کامیاب او چټک عملیات  دي.

له دې پېښو نه  داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه لا دې ته متوجه دي چې ګواکې د دفتر په خلاصولو به  دوي نظامي فعالیتونه نه ټکني کوي او لا به هم هغوي ته زور ورکوي چې امریکان دې ته اماده کړه چې زر تر زره په مذاکراتو کې د درغلي او ځنډ په ځاي له اخلاص او عجلې نه کار واخلي او له ټولو نه په لږ وخت کې خپلو عسکرو ته د وتلو زمینه مساعده کړي، او په قطر کې دفتر او سیاسي هلي ځلي به یې نه دوکه کړي او نه به د اشغال تر ورستۍ سلګۍ له مقاومت نه لاس واخلي، بلکې لکه څنګه چې یې سنګر د اتلولي مډال ګټلی، تر څنګ به يې د دفتر اتلولي هم په برخه وي.

حنیف حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x