افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت په یونان کې سیاسي نماینده ګي فعالوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یونان په مرکز اتن کې به سیاسي نماینده ګي فعاله کړي.

د بهرنیو چارو وزارته له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې افغان چارواکو د یونان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له رییس سره په لیدنه کې دا هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه به خپلې اړیکي غښتلې کوي.

د خبرپاڼې له مخې د بهرنیو چارو زوارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د یونان د بهرنیو چارو زوارت له سیاسي رییس پتروس مورویدوس سره د افغان مسافرو په اړه خبرې کړې او د هغوی ستونزې يې ورسره شریکې کړې دي.

یونان اروپا ته د افغانانو د تګ په لاره کې پروت هېواد دی چې ډېر وخت پکې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او یا هم بېرته شاتګ ته اړ کېږي.

د دې هېواد دغه چارواکی وايي چې یونان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، چې په وینا يې له ډېرې مودې راهیسې د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانانو سره همکار پاتې شوی دی.

مورویدوس وویل چې دوی نیت لري په روان میلادي کال کې افغان محصلینو ته په يونان کې د د زدکړو بروسونه هم ورکړي.

ياده دې وي د مقدونيې د لارې له تړلو وروسته اروپا ته ګڼ افغانان د یونان په پولو کې سرګردان پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x