
ولسمشر غني: موږ فساد پېژنو، خو د مبارزې له لارې يې خبر نه یو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): افغان ولسمشر د شل جګړه ځپلو هېوادونو په نننۍ غونډه کې ځان د فساد پر وړاندې مات وباله او اعتراف يې وکړ چې د فساد پر ضد مبارزې لار ور معلومه نه ده.
پلازمېنه کابل نن د شل جګړه ځپلو هېوادونو د وزیرانو کوربه دی، چې پکې د مرسته کوونکو او مرسته اخیستونکو هېوادونو پر اړیکو خبرې کېږي.
دغه سازمان چې په «g7+plus» هم مشهور دی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې رامنځته شو، چې شعار يې « د بحران له منځه وړل او پراختیا پیداکول» دي او د نړۍ شل هېوادونه يې غړيتوب لري.
افغان ولسمشر په کابل کې دې غونډې ته چې دوه ورځې به دوام ولري، وویل چې موږ فساد پېژندلی خو د فساد پر ضد د مبارزې لار رانه ورکه ده.
هغه د جګړه ځپلو هېوادونو د پرمختګ لاره د فساد ورکاوی وباله او ويې ويل چې که جګړه ځپلي هېوادونه غواړي پرمختګ وکړي باید له اداري فساد سره مبارزه وکړي.
افغان ولسمشر ومنله چې دوی د خپل حکومت په تېره موده کې یوازې د فساد تعریف پېژندلی خو پر ضد يې مبارزه لا هم ناکامه پاتې ده.
ولسمشر غني په داسې حال کې د جګړه ځپلو هېوادونو پرمختګ د فساد په ورکولو کې نغښتی بولی، چې افغانستان دم ګړۍ د نړۍ دویم مفسد هېواد بلل کېږي.
یاده دې وي ولسمشر غني تېره ورځ افغان ښوونکو ته په خطاب کې هم له فساده سر وټکاوه او د خپلو ژمنو نه عملي کېدل يې د فساد پايلې وبللې.