
امریکا د افغان جګړې لپاره ۵۰۰ نور عسکر لېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): امريکا غواړي په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د جګړې لپاره ۵۰۰ تازه دمي عسکر ولېږي.
د پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې په حواله دغه امریکايي عسکر به په بګرام کې مېشت او په جنګي عملیاتو کې به پوره برخه وال وي.
د سرچينې په وينا دغه امريکايي عسکر به له افغان عسکرو سره یو ځای د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه اخلي او د دوی په وینا د خپلو افغان ملګرو ملا به تړي.
ورځپاڼه د امريکايي پوځي مسوولینو له قوله لیکي چې دغه عسکر به تکزاس له یوه پوځي پنډغالي د پروان بګرام پنډغالي ته ولېږدول شي.
د امریکا له لوري پر افغان چارواکو د لاسلیک شوي تړون له مخې په افغانستان کې دم ګړۍ ۹۸۰۰ تنه امريکايي عسکر مېشت دي چې د دوی په وینا یوازې په پوځي اډو کې مېشت او د جګړې مستقیم برخه وال نه دي.
دا په داسې حال کې دی چې امريکايي عسکرو نوي قومندان پتېيلې چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي خو د دفاع وزارت مسوولین وايي چې دوی د دې امریکايي قومندان د دې غوښتنې په اړه څېړنې کوي.