افغانستان

طالبانو د زندانيانو د تبادلې هر کلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې دولت په فاریاب کې د طالب والي قاري صلاح الدين د تبادلې خبر ورکړ، طالبانو د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی دی.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې دولت د خپلې پورتنۍ دعوې په ثبوت کې ناکام بللی خو پخپله يې یو ځل بیا ډاډ ښکاره کړی چې دوی د نیولو شویو کسانو د تبادلې لپاره حاضر دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د زندانیانو د تبادلې لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ کړی او په نړیواله سطحه هڅه کوي چې خپل نیول شوي کسان له دوی سره د زنداني کسانو په بدل کې خوشي کړي.

دوی پر حکومت غږ کړی چې د قاري صلاح الدين د تبادلې لپاره دې را میدان ته شي، دوی حاضر دی چې خپل والي له دوی سره د موجودو زندانیانو په بدل کې خوشي کړي.

طالبانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د تېر کال د لېندۍ د میاشتې هغه پېښه یاده کړې چې د چورلکې د سقوط له امله لوړپوړي دولتي پوځي مسوولین د دوی ګوتو ته ورغلل.

دوی ويلي چې هماغه وخت يې د سیمې قومي مخورو سره اړیکه نیولي چې دولت باید د تبادلې له لارې د خپلو اسیرانو غم وخوري، دولتي اړخ کوم ګام نه دی اخیستی.

طالبان وايي چې مقابل لوری د بندیانو تبادلې ته ځکه چمتووالی نه ښيي چې «یا خو اختیار نه لري او یا هم د خپلو اړونده کسانو ژوند او خلاصون ورته اهمیت نه لري».

طالبانو د اعلاميې په پای کې په ټينګار سره لیکلي: «دادی ددغي اعلاميې له لاري يو ځل بيا غواړو ښکاره کړو چي اسلامي امارت د خپلو اصولو په چوکاټ کي له دښمن سره د خپلو اسيرانو پر تبادله باور لري او د دغه بهير د پيلولو لپاره بشپړ چمتووالي لري.»

د معلوماتو له مخې له طالبانو سره پر نورو دولتي چارواکو سربېره ګڼ کمانډويي او د ځانګړيو ځواکونو عسکر هم زندانیان دي، چې کورنۍ يې هم دولت دې ته هڅوي چې له طالبانو سره د تبادلې او خبرو له لارې وړاندې لاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x