د لښکرګاه مرکزي څلور لارې

هلمند: مرکز لښکرګاه کې غلو دوه ډاکټران وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند په مرکز کې تېره شپه د نامعلومو وسله والو له لوري دوه وروڼه ډاکټران وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د هلمند د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير شکور خان وايي چې پېښه تېره شپه د لښګرګاه په صافیان سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې غلو دوه ډاکټران وروڼه وژلي او درېیم يې ټپي کړی دی.

شکورخان وايي چې یوتن له غله سر مخامخ شوی و، دویم يې د مرستې په نیت ګام وراخیستی و، چې د غلو له لوري دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي.

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي چې د پېښې په تړاو يې یو تن نیولی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې امنیتي مسوولین له غلو سره لاس لري او د هغوی په ملګرتیا جنایات ترسره کوي، خو امنیتي مسوولینو له غلو سره د خپلو کسانو د تړاو په اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي نن هم د هلمند مخکينی ښاروال محمد فاضل ساپی د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د