افغانستان

بدخشان: د واورې ښويېدو له امله څلور تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وايي چې پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په چشمه شیر شالدره کې شوې ده.

د سمونوال سخي داد حيدري په وينا تر اوسه يې د دریو تنو جسدونه موندلي خو یو تن لا هم تر واورو لاندې لا درکه دی.

په بدخشان کې د پېښو پر ضد د مبارزې رییس عبدالله همایون وايي چې دوی به ژر تر ژره تاواني شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د هغه په خبره په ولایت مقام کې د یوناما او اوچا له مؤسسو سره بېړنۍ ناسته کړې او دې مؤسسو ډاډ ورکړی چې خپلې مرستې به ونه سپموي.

په بدخشان کې د واورې ښويېدو دا لومړۍ پېښه ګڼل کېږي، چې له مرکزه شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لرې په کوفاب ولسوالۍ کې پېښېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x