
جاپان له افغانستان سره د ۶۳ ميليونه ډالره مرسته کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): جاپان وايي له افغان حکومت سره يې د اوبو رسونې او کلیو ته د لاسرسي په برخه کې تر ۶۳ میلیونه ډالره ډېر مرسته کوي.
په کابل کې د دې هېواد له سفارته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته به په نړیوال بانک کې د افغانستان د بیا رغونې صندوق «ARTF» له لارې ولګول شي.
خبرپاڼه لیکي چې جاپان له افغانستان سره تر دې وړاندې هم په بیا رغونه، پوهنه، روغتیا او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
د جاپان سفارت وايي چې دې هېواد له افغانستان سره له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې تر شپږ میلیارده ډالره ډېره مرسته کړې ده.
ياده دې وي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو له مخې نړیوالې مرستې هم له فساده خالي نه وي، هغه د خپل حکومت په وروستیو کې ومنله چې نړیوالو له دوی سره مستقیمې مرستې نه کولې، بلکې هر هېواد خپلو ځواکونو ته ورکولې چې افغان حکومت يې د پوښتنې او پلټنې وس او حق هم نه درلود.
سلام
پوښتنه داده چی دا پیسی به کوم جیب ته لاړی شي