افغانستان

د تخار والي په شخصي لګښت درې بابه ښوونځي جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې ولسمشر غني د تخار والي محمد یاسين ضیا د پوهنې په برخه کې مبتکر شخص یاد کړ، نوموړې په شخصي لګښت د دریو ښوونځيو جوړولو هوډ کړی دی.

د تخار والي وايي د دې ولایت پر ولسوالیو له ګرځېدو وروسته به په هغو سیمو کې چې ښوونځیو ته اړتیا ولري د خلکو په مرسته درې بابه ښوونځي جوړ کړي.

د محمد یاسین ضیا په اړه تېره ورځ ولسمشر غني هم د هغه هڅې وستایلې او ويې ويل چې هغه د سوداګرو په مرسته تر اوسه څو بابه ښوونځي فعال کړي دي.

د تخار والي وړاندې تر دې د تخار د پوهنې د وضعیت په اړه ویلي و، چې ګڼ ښوونځي يې خیالي شاګردان لري، چې پر سر يې خیالي استادان مقرر شوي او معاشونه يې ایستل کېږي.

هغه په نوې ژمنه کې ويلي چې د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته به سفر ولري او د پوهنې وضعیت به له نږدې وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x