افغانستان

عام افغانان دقطر دفتر پرانستل له نیکمرغۍ ډک اقدام بولي

په قطر کې دطالبانو ددفتر له خلاصیدو او دسپین بیرغ له رپیدو وروسته  په غږیزه ، تصویري او خواله میډیا کې یوه له هیجان ډک حالات پیښ شوی دی ، ځکه دا خبر د ټولو لپاره له انتظاره لرې او غیرمترقبه  وو .

ډیری افغانانو چې کلونو وروسته دطالبانو په  کليمه ښایسته شوی سپین بیرغ لیدلی ، چې یوځل بیا پورته کیږي ،نودې حالات یې احساسات څپاندکړي او په  یوه شکل داشکالو یې خپل دریځ څرګند کړی دی .

په خواله رسنی  فیسبوک ، ټویټر وغیره کې زیاتره افغانانو دغه  پیښه یوه فوق العاده  دخوښۍ او نیکبختۍ نه ډکه پیښه بللې ، او طالبانو ته یې  مبارکي ورکړې ، دطالبانو څو رسمي چارواکو دنوم نه اخیستلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دهیواد او نړۍ له مختلفو سیمو څخه دطالبانو په نامه دمبارکۍ پیغامونه رارسیدلي ، او دغه پرمختګ یې دامارت اسلامي لپاره یوه لویه فتحه بللې .

د فیسبوک یوکاروونکي په خپله پاڼه لیکلي : دا محض یوه افتتاح نه ده ، بلکې څرګنده فتح ده ، داد امریکایي استکبار په مقابل کې دټولو افغانانو فتحه ده ، چې زه یې ټولو افغانانو ته مبارکي وایم .

یوه  بله افغانان په دې اړه په خپله تبصره کې لیکلي (کار ی نیک است خدا کند که با افتاح این دفتر افغانستان ازین جنجال ها خلاص شود)

داستاد بیانزي په نوم  دانټرنټ یو کارونکی لیکي (د قطر دفتر او نه دفتر په خپله کومه مهمه او لویه خبره نه ده ، مهمه داده ، هغه اسلامی امارت چه پخوا نړیوال استعمار د خپلو خبرو سیال نه ګاڼه ، بوش به ویل چه د طالبانو سره هر ډول خبری د طالبانو ( تروریستانو ) په رسمیت پيژندل دی . ولی نن نړیوال استعمار تر دی کچی ښکته او  کمزوری شو چه د خبرو کو لو د پاره د اسلامی امارت د پاره په قطر کی طالبانو ته له ډیرو چاپلوسیو او ننواتو وروسته د طالبانو سره د خبرو کولو د پاره دفتر خلاصوی ( چه ځینی یی د سیاسی  اړیکو د پاره عادی دفتر او ځینی یی بیا سفارت ګڼی(. دا د اسلامی امارت د مجاهدینو د هغه زور نمایش او زیری دی چه الله ور په برخه کړو  )

دمحمد اصف په نوم یوګډونوال لیکي (ټولو هیوادوالو ته د نړیوالو له اړخه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د لومړي ګام اخستلو مبارکي وایم.
باور وکړئ له هر افغان پرې وياړي او په خپل امارت او اسلامي حکومت باندې وياړي.
تل دې وي اسلامي امارت
رپاند دې وي زمونږ سپین ملي بیرغ

عام افغانان چې دراډیو ګانو له لارې دا خبر اوریدلی ، ددې پرمختیا په اړه یې دخوښۍ احساسات څرګند کړي ، حتی دطالبانو یو شمیر مخالفینو هم دغه رویداد دطالبانو مهمه لاسته راوړنه بللې ، دطالبانو یو مخالف په دې اړه په خپله تبصره کې لیکي (درین دنیا هر کسی هر چیزی میتوان گفت. اما چیزیکه هویداست این است که طالبان این مقام را از کسی به خیرات نبرده نه برایشان کسی تحفه داده بلکه طالبان به زور مشت آهنین خود این حق خودرا از دهن شیران درنده بیرون آورده و یقینآ قابل تقدیر است. من شخصآ طرفدار طالبان نیستم اما به حیث شخص واقع بین قبول کرده میتوانم که این به قیمت آن خود و قربانی های بود که برای هدف خود تقدیم کردند اینکه هدف نیک است یا خیر موضوع دیگریست اما یقینآ که ابرقدرتهای جهان را یکجایی شکست داد و اینست به حیثیت آنان احترام گذاشته شد. کسانیکه قبول کرده نمیتواند آب سرد بنوشند چیزی دیگر از دست شان نمی آید )

دغه راز نورو ډیرو افغانانو هم دغه اقدام ستایلی دی ، او دا پیښه  یې دافغانستان دنیکمرغۍ لپاره یو ښه شګون بللی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x