«اخلاقي کنایې» دوهم ټوک چاپ شو

له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړه.

د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کې د تود هرکلي سره مخ شو او د خپرندوی په وینا څو ځلې د کتاب بیا چاپ اړتیا او له فاضل لیکوال څخه د دې لړۍ د غزولو هیله څرګنده شوه.

همدا لامل وو، چې قدرمن استاد صمد صاحب له خپلو ډېرو مصروفیاتو او د پردیسۍ د ژوند له ناخوالو سره سره د هیوادوالو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړه او له درې کلن کار و زیار وروسته یې بالاخره د اخلاقي کنایو دوهم ټوک چاپ ته چمتو او ولس ته وړاندې کړ او تمه ده چې د لوستونکو په دعا او له معزز لیکوال سره د ژوندانه د وفا په بهیر کې به دا لړۍ نوره هم پسې وغزیږي.

اخلاقي کنایې د لنډو او جامعو حکایتونو، محاورو او اخلاقي او اصلاحي درسونو او پندونو څخه مالامال او د ګرانو د ځوانانو، کورنیو ، زده کوونکو ، استادانو او په لنډه توګه د ټولنې د فرد فرد لپاره یوه بې ساري ارزښتمنه او ګټوره لړۍ ده.

اخلاقي کنايې دوهم ټوک کتاب د لومړي هغې په څېر ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار  کي د علامه رشاد (رح) خپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ چاپ شوی دی.

چا چې د استاد صمد د پند او عبرت قصې (لومړی او دوهم ټوک) او یا هم (اخلاقي کنایې) فقط یو ځل لوستی وي، نو ښايي ما ته د دې اړتیا نه پېښوي چې د دوهم ټوک لوست ته یې وهڅوم بلکې خپله تلوسه به یې هره شېبه د کتاب لوست ته را بولي.

اخلاقي کنایې که تر هر څه زیات اخلاقي، معنوي، دیني او اصلاحي پيغامونه او پندونه له ځانه سره لېږدوي. خو د لیکنې سبک او انداز یې هم فوق العاده له ادبي غنا او ذوق څخه ډک دی.

بې له مبالغې ویلای شم، د پښتو د غوره، ساده او روان  نثر لیکنې په تاریخ کې چې ما کوم خوند د استاد الفت (رح) له نثري ټوټو څخه اخستی نو په اوس مهال کې مې همدومره خوند او پند د استاد نثار احمد صمد د پند او عبرت په کیسو او اخلاقي کنایو څخه تر لاسه کړئ.

زه د دې لیکنې له لارې خپلو ټولو وروڼو او خویندو ته چې د خپلې معنوي او اخلاقي پانګې د زیاتون په لټه کې دي،بلنه ورکوم چې لطفاً د اخلاقي کنایو لړۍ تعقیب اود مطالبو د ښه فهم لپاره یې یو ، دوه ځلې نه بلکې بیا بیا ولولي او هم یې له نورو دوستانو سره شریک کړي.

غوښتل مې دلته د «مُشت نمونهء خروار» په توګه له کتاب څخه ځینې مطالبت راوړم؛ خو د دې لپاره چې د کتاب منځپانګه او ستاسو تلوسه مې زیانمنه کړې نه وي نو ترې تېر سوم.

له الله تعالی څخه د کتاب قدرمن لیکوال، خپرندوی او لوستونکو ته  بریا، روغتیا او لا زیات توفیق غواړو.

احساس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د