
د بشري حقوقو سازمان: افغان امنیتي ځواکونه له ښوونځيو د سنګر کار اخلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د بشري حقوفو د څار نړیوال سازمان وايي چې په افغان جګړه کې ګڼې ښوونیزې ادارې د سنګر په توګه کارول شوې دي.
دې سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې په دې جګړه کې د جګړې د دواړو لوریو له اړخه ښوونځي د سنګر په توګه کارول شوي دي، خو دولتي امنیتي ځواکونو پکې ډېر زیاتی کړی دی.
د یاد سازمان د خبر له مخې افغان امنیتي ځواکونو په ګڼو مواردو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې ښوونځي د خپلو سنګرونو په توګه کارولي دي.
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې دوی ۱۵ هغه موارد ثبت کړي چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې له ښوونځيو د سنګرونو کار اخیستی، خو په وينا يې ښايي کره شمېره تر دې هم لوړه وي.
که څه هم دولتي اړخ ډېری وخت خپل مخالفین د ولسي ودانیو او ښوونځيو په سنګر کولو ملامتوي، خو دغه نړیوال سازمان وايي چې امنیتي ځواکونو په ګڼو مواردو کې خپلې وسلې او مهمات د ښوونځيو ودانیو ته لېږدولي او په لرو پرتو سیمو کې يې ګڼ ښوونځي پر خپلو پوستو بدل کړي دي.
د بشري حقوقو د څار سازمان پر دولت غږ کړی چې له دوی سره د شوي هوکړه لیک « امن ښوونځی » پام دې وساتل شي او په لوی لاس دې د افغان ماشومانو پوهنیز بهیر له نورو ګواښونو سره نه مخ کوي.
تر اوسه دولتي سرچينو د بشري حقوقو د څارسازمان د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.